Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې په تېره یوه میاشت کې د تنفسي ناروغۍ له امله ۵۰۶ کسان مړه دي

د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو د کچې له لوړېدو خبر ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان سختې تنفسي ناروغۍ په افغانستان کې یوه له سترو روغتیايي ستونزو ګڼي او په خپل میاشتني راپور کې یې د جنورۍ په میاشت کې د دغې ناروغۍ له ۵۴ اعشاریه یو سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې په جنورۍ میاشت کې څه باندې ۲۰۶ زره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي او ۵۰۶ کسان مړه شوي دي.
 
دغه راز په یاد راپور کې د شري او کووېډ-۱۹ پېښو د کمېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

روغتیا نړیوال سازمان د راپور یوه برخه
سخته تنفسي ناروغي
د ناروغانو شمیر: ۲۰۶،۰۷۴ کسان
د مړو شمېر: ۵۰۶ تنه
د ‌ډسمبر په پرتله ۵۴،۱ سلنه زیاتوالی

د شري ناروغي
د شکمنو پېښو شمیر: ۷،۳۰۷ کسان
د مړو شمېر: ۴۲ کسان

کوویډ-۱۹ ناروغي
د ناروغانو شمیر: ۵۶۵ کسان
د مړو شمېر: ۵ کسان
د ډسمبر په پرتله ۱۴،۵ سلنه کمښت

ډاکټر، منیر احمد کمال په دې اړه وايي: "د دې ناروغۍ له لاملونو یو هم د چاپېریال سخت اغېز کېدای شي، ځکه چې د نامناسبو سون توکو کارول ډېر جانبي زیانونه لري، چې په ځانګړي ډول د تنفسي سیسټم اغېزمنوي او د ساري ناروغیو او سینه بغل د زیاتوالي لامل کېږي."  

ډاکټران د موسمي ناروغیو په ځانګړې توګه تنفسي ناروغیو د مخنیوي په اړه داسې لیدلوري لري.

نجیب‌الله قاسمي، بل ډاکټر، وویل: "کله چې له کوره وځئ، سپارښتنه کېږي چې ځان ګرم وساتئ، ځکه هوا ډېره ککړه ده. همدارنګه، د ماسک کارول، د ګرمې مایعاتو څښل، او که د تنفسي ستونزو نښې څرګندې شي، ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه کول، کولای شي د ناروغۍ له شدیدېدو مخنیوی وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د اندراګاندي روغتون ډاکټرانو طلوع نیوز ته ویلي، چې په دغه روغتون کې هره ورځ پر تنفسي ناروغۍ اخته له ۲۰ تر ۳۰ پورې ناروغان بستر کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه