د ماشومانو د ژغورنې صندوق په افغانستان کې د ۱۸ روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې ده، چې په راتلونکې یوې میاشت کې به ۱۴ نور مرکزونه هم د بهرنیو مرستو د کموالي له امله وتړل شي.
دغه سازمان په یوه راپور کې همدارنګه ویلي، چې د بهرنیو مرستو د کموالي له امله، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ژغورنې پروګرامونه ځنډول شوي دي.
په راپور کې راغلي:«په افغانستان کې، د بودیجې د له لاسه ورکولو له امله د ماشومانو د ژغورنې ۱۸ مرکزونه چې د ماشومانو د ژغورنې او د هغه د شریکانو تر ملاتړ لاندې وو تړل شوي دي. د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوازې ۱۴ مرکزونه د یوې بلې میاشتې لپاره کافي بودیجه لري او له نوي مالي ملاتړ پرته به وتړل شي. دغو ۳۲ کلینیکونو یوازې په جنوري کې له ۱۳۴ زره زیاتو ماشومانو سره مرسته کړې.»
یاد سازمان دغهراز د نړۍ له ټولو مشرانو، شریکانو او خلکو غوښتي، چې له مالي اړخه پر ماشومانو او د هغوی پر راتلونکې پانګونه وکړي.
ورتهمهال، هغه کورنۍ چې، ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي، د دغه وضعیت په تړاو اندېښمن دي.
د ناروغ ماشوم پلار لالا ګل د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«موږ خپل کوچنيان ډاکټر ته بوتلل، ډاکټر وویل، چې ډېر کمزوري دي او په سرخ کرښه کې دي. وروسته ډاکټر زموږ ماشومانو ته درمل ورکړل او اوس لږ ښه شوي دي.»
ډاکټر روحالله حارث په دې هکله وویل:«دا وضعیت د انتاني ناروغیو د زیاتوالي، د خوارځواکۍ د شدت او د میندو او نوزېږو د پاملرنې د شدید کمښت لامل کېږي. په پای کې دغه عوامل په هېواد کې د میندو او نوزېږو د مړینې خطر زیاتوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر د درېیو میاشتو لپاره له افغانستان سره د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ. او بلې خوا ته د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تر شپږ اونیزې بیا کتنې وروسته په رسمي توګه د یواېساېایډي د پروګرام ۸۳ سلنه مرستې لغوه کړې.
په دې اړه مو اندونه