د ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ځینې ډاکټران وايي، چې په وروستیو درې میاشتو کې په بلخ ولایت کې ۱۵۰۰ ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي دي.
د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټرانو طلوعنیوز ته ویلي، چې د ۱۵۰۰ ماشومان له ډلې ۴۹۰ تنه له درملنې وروسته رخصت شوي دي. د هغوی په وینا، د دغو ناروغانو سربېره، د ورځې ۳۰ له بستر پرته ناروغان هم دغه روغتون ته مراجعه کوي، چې د درملو او د ډاکټرانو له درملنې وروسته، رخصتېږي.
د بلخ په حوزوي روغتون کې ډاکټر حبیب رحمان رحماني وايي:«په تېرو درې میاشتو کې کابو ۱۵۰۰ ناروغان د بلخي ابوعلي سینا حوزوي روغتون کې بستر شوي دي او له دې ناروغانو شاوخوا ۴۸۰ تر ۴۹۰ تنو درملنه شوې او رخصت شوي دي.»
د دغه روغتون یو بل ډاکټر عصمتاالله انوري هم څرګندوي:«د دغه روغتون پرسونل، که ډاکټران یا روغتیاپالان وي، له ټولو هغو اسانتیاوو سره چې په روغتون کې موجود دي، د ناروغانو په خدمت کې دي او هغوی ته خدمتونه وړاندې کوي.»
خدیجې چې خپل زوی یې د ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره راوړی وايي، له پنځو ورځو وروسته پوه شوه، چې زوی یې د شري په ناروغۍ اخته شوی دی.
خدیجې د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«یو ځل یې تبه لرله، دلته مې راوست او تبه یې ښه شوه. کله چې کور ته مې بوت، بیا یې تبه او ټوخی پیدا کړ. کله چې بیا مې روغتون ته مراجعه وکړه، پوه شوو چې شری یې ایستلی دی.»
بل پلو د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویلي، چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې یې د شري واکسین پیلولو لپاره یوه ځانګړې ډله ګومارلې، چې د دغې ناروغۍ له خپرېدو مخنیوی وشي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ طلوعنیوز ته وايي:«دا شمېره ښایي د تېر کال د ورته وخت له شمېر سره پرتله کې زیات وي؛ خو دا یوه موسمي ناروغي ده، چې د کال په درې میاشتو کې ډېره وي، ښایي د کال تر پایه پورې په شمېرو کې ډېر توپیر رامنځته نهشي.»
له دې مخکې د بېپولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې په هغو درېیو رغتوتونو کې، چې د دوی تر ملاتړ لاندې دي. د روان کال د جنورۍ په میاشت کې، د شري ناروغانو له زیاتېدو خبر ورکړی و. دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اتو اوونیو کې، د بلخ، هرات او هلمند ولایتونو په درېیو روغتونونو کې، پر شري ناروغۍ اخته نږدې څلور زره او ۸۰۰ شکمن ماشومان، لیدل شوي دي.
د دې بنسټ د موندنو پراساس، په ۲۰۲۵ کال کې هره ورځ په افغانستان کې، لږ تر لږه یو ماشوم د شري ناروغۍ له امله خپل ژوند بایلي. دغه شمېر د تېر کال له ورته وخت سره په پرتله د ثبت شویو فوتي شمېرو کابو درې برابره دی.
په دې اړه مو اندونه