Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍوالو مرستو کمېدل، د افغانستان د روغتیايي نظام پر وړاندې ګواښ دی

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی چې تر جون میاشتې پورې به په افغانستان کې د دغه سازمان ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

دغه سازمان له اندېښنې سره ویلي، چې د روان کال د مارچ میاشتې تر څلورمې نېټې په ۲۵ ولسوالیو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه، چې ۱٫۶ مېلیونه تنو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، د بودیجې د کموالي له امله تړل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د اعلامیې له مخې، په دغو ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونو کې څه باندې ۲۲۰ روغتیايي مرکزونه شامل دي چې ۱٫۸ مېلیونه کسانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان د رییس اډوین سینیزا سلواډور له قوله راغلي:«دا یوازې په تمویل پورې اړه نه‌لري. دا یو بشري بیړنی حالت دی، چې په دغه هېواد کې له کلونو راهیسې پرمختګ ګواښي. د افغانستان د روغتیايي سیستم پیاوړتیا هره ورځ زموږ له ټولیز ملاتړ پرته تېرېږې، چې ډېر کړاو، د مخنیوي وړ مړینې او دروغتیايي مراقبتونو بېخ‌بناوو ته دوامداره زیانونه رامنځته کوي.»

د کابل اوسېدونکی عاشق‌الله درمل له اندېښنې سره وايي:«دا چې روغتونونه او کلینیکونه بندېږي، زموږ د خلکو لپاره بدبختي ده. له نړۍوالو بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده، چې د افغانستان له روغتیايي برخې ډېر ملاتړ وکړي.»

یو شمېر ډاکټران د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، په ځانګړې توګه د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې، د مور او ماشوم د مړینې  د کمولو او د ناروغیو د کمښت لپاره ګټور بولي.

 ډاکټر رستم مبشر طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې د روغتیا نړۍوال سازمان تر ملاتړ لاندې مرکزونه په هېواد کې فلج شي، تاسو به په لېرې پرتو سیمو کې د زیاتو مېرمنو او ماشومانو د مړینې شاهد واوسئ. دغه مرکزونه په هغو ځایونو کې فعالیت کوي، چې د افغانستان د روغتیا سکتور د روغتیا سازمان له مرستې پرته په هغو ځایونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو توان نه‌لري.»

 ډاکټر منیر احمد کریمي هم وویل:«د روغتیا برخه باید سیاسي نه‌شي؛ ځکه چې د روغتیا سکتور ستونزې یوازې په یوه ځای کې نه پاتې کېږي. که‌چېرې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې کومه ستونزه رامنځته شي، نو په پایله کې دا ستونزه ګاونډیو هېوادونو ته هم رسېدلی شي او ورو ورو به په ټولو هېوادونو منفي اغېزې ولري.»

تر دې وړاندې، د ماشومانو د ژغورنې صندوق په هېواد کې د ۱۸ روغتیايي مرکزونو د تړلو خبر ورکړی و او زیاته کړې وه، چې په راتلونکې میاشت کې به د بهرنیو مرستو د کمښت له امله ۱۴ نور مرکزونه هم وتړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه