د بلخ د عامې روغتیا ریاست وايي، په ورځني ډول ۲۵۰۰ ناروغان له بلخ او نورو ولایتونو د ابو علي سینا بلخي روغتون ته د درملنې لپاره ورځي.
د مسوولینو په خبره، د دغو ناروغانو درملنې سربېره په ورځني ډول ۵۰ د جراحۍ عملیات هم دغه روغتون کې کیږي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند، کمال خان ځدراڼ و ویل: «هره ورځ شاوخوا ۲۵۰۰ ناروغان حوزوي روغتون ته راځي او تر ۵۰ پورې جراحي عملیاتونه ترسره کیږي.»
روغتیاپال، محمد یوسف هوتک و ویل: «ناروغان له فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان او د دغو ولایتونو له ولسوالیو د درملنې لپاره دې مرکز ته راځي.»
ځینې ناروغ لرونکي له اړونده مسوولینو غواړي، چې په نورو ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د تجهیزولو هڅې وکړي.
د بادغیس اوسېدونکي، محمد خاوري پر پېچلو لارو له دولس ساعته سفر وروسته خپل ناروغ بلخ ولایت ته را رسولی دی.
هغه وايي, لومړي یې ناروغ په شري او وروسته سینه بغل شوی چې له پنځو ورځو راهیسې یې د بلخ ابو علي سینا روغتون کې بستر کړی دی.
محمد خاوري په دې اړه زیاته کړه: «کله چې دې روغتون ته ورسېدم، ډېر ناروغان بستر وو. زما ناروغ هم چې په سینه و بغل اخته دی، بستر شو او تر خپله وسه یې زموږ سره همکاري وکړه.»
له فاریابه ناروغ لرونکي، اسدالله محمدي و ویل: «دغه روغتون کې ډېر ښه روغتیایي خدمتونه وړاندې کیږي او ځانګړي څانګې لري.»
ناروغ لرونکي، نجیبالله و ویل: «د درملنې خدمات دلته ښه دي خو زموږ لویه ستونزه د درملو کمښت دی.»
د بلخ د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو لمخې، د بلخ حوزوي روغتون تر څنګ، په ولسوالیو کې هم روغتیایي خدمتونه ښه شوي دي.
هره ورځ له فاریاب، سرپل، بادغیس، جوزجان، بلخ، بدخشان او بغلان ولایتونو ناروغان د ابو علي سینا بلخي روغتون ته د درملنې په پار راځي.
په دې اړه مو اندونه