Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د یوه خیریه بنسټ له لوري روغتون جوړیږي

خوست کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د یو نیم میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د پنځوس بستريز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.

د مسوولينو په خبره، دغه روغتون کې به د هغو ناروغانو درملنه هم کیږي چې پخوا به ګاونډيو هېوادونو ته د درملنې لپاره تلل.

د خوست د والي مرستیال، محبوب شاه قانت  و ویل: «پنځوس بستریز روغتون به وي، دې کې به په لوړه کچه درملنه کیږي، بیا به زموږ ډېر هېوادوال پردیو هېوادونو ته اړ نه وي.»

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال، شېر ګل ځدراڼ و ویل: «ټولې څانګې به یې فعالې وي، دا روغتون اوس په ۵۰ بسترونو سره پیل کیږي خو د وخت په تېرېدو به د اړتیا سره سم پراخ شي.» 

دغه روغتون چې د خوست ښار لویدیځ ته پر درې جريبه ځمکه جوړيږي، د اړتيا پر مهال به يې بسترونه سلو ته لوړ شي. 

د خيريه بنسټ مسوول، احمد ظاهر وقاص و ویل: «کوښښ کوو د دغه روغتون چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې کړو، یو نیم میلیونه ډالر لګښت به پرې راځي.»  

د خوست ځینې اوسېدونکي وايي، د دغه روغتون چارو بشپړېدو سره به یې تر یوه بریده ستونزو ته رسېدنه وشي.

د خوست اوسېدونکي، عنايت اللّٰه حکيم زوی و ویل: «خوست کې به د خلکو د اړتیاو کچه لږ څه راښکته شي، د دغه راز روغتونونو جوړېدل بهر ته د درملنې لپاره د تلونکو کسانو شمېر هم کموي.» 

د خوست بل اوسېدونکي، محمد عارف و ویل: «زموږ ډېری هېوادوال چې پاکستان او ایران ته د درملنې لپاره تلل، د هغو د تللو د کچې په کمولو کې به مثبت رول ولوبوي.»

دا پداسې حال کې ده چې په کوردننه د معیاري روغتیايي مرکزونو کمښت له امله زیات شمېر هېوادوال خپل ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته لېږدوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه