Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا د احمدخېلو اوسېدونکي: د شپې پر مهال هیڅ روغتیایي خدمتونه نشته

د پکتیا د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي د شپې له لوري د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي.

د احمدخېلو ولسوالي چې شاوخوا پنځوس زره نفوس او پنځه روغتیایي مرکزونه لري چې یواځې د ورځې خدمتونه وړاندې کوي او هیڅ ښځينه ډاکټره نه لري.

د دغې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، د دغو ستونزو له امله خپل ناروغان ګردېز ښار او يا هم څمکنيو ولسوالۍ ته د درملنې لپاره لېږدوي.

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي، عقل جان و ویل: «موږ غواړو چې داسې روغتون راته جوړ شي چې شپه او ورځ خدمتونه وړاندې کړي، ځکه کله چې موږ ته د شپې ناورغ پیدا شي هیڅ ښځینه ډاکټره نه وي.»

د احمدخېلو ولسوالۍ بل اوسېدونکي، شاه ولي و ویل: «ډاکټران او ډاکټرانې باید زیاتې شي، خلک زیات دي، شاوخوا ۴۰ زره نفوس به وي.»

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي، خان و ویل: «موږ یوه ستونزه د کلینیک او درملو ده او بله ستونزه مو کلینیک ته د رسېدنې ده.»

خو سیمه‌ییز مسوولين وايي، احمدخېلو ولسوالۍ ته يو ۳۰ بستريز روغتون منظور شوی چې جوړېدو سره به يې د روغتيا په برخه کې د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

د پکتيا د احمد خېلو ولسوالۍ مرستيال، عبدالمعين و ویل: «موږ دغه خبره له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې او انشاالله راتلونکي کال کې به د یوه ۳۰ بستریز روغتون چارې پیل شي.»  

د تېرې چهارشنبې پر ورځ د عامې روغتیا وزارت سرپرست پکتیا کې د یوه دېرش بستریز روغتون پرانیستې پرمهال ویلي و چې د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره یې د روغتونونو جوړولو بودیجه ترلاسه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه