Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د۲۲۰روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو د خطر په اړه د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، شونې ده، چې د روان کال تر پایه د افغانستان لس سلنه وګړي له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي.

 په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس اډوین سنیزا سلواډور په خبره، د څه باندې ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره، درې مېلیونه تنه روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسۍ محرم شوي او د څه باندې ۲۲۰ نورو مرکزونو د تړلو وېره هم شته.

ښاغلي سلواډور ویلي:«د افغانستان روغتیايي سیسټم دا مهال په ډېر حساس حالت کې دی. که ستونزې حل نه‌شي، د ډنګي، ملاریا او نري رنځ ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتېږي او ورسره هم‌مهاله، واکسینونه هم کمېږي.»
 
 ډاکټر احمد شکیب ظهیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«کله چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د افغانستان د بېلابېلو روغتیايي بنسټونو مالي مرستې ودرول شي، دا زموږ عامو خلکو ته زیان رسولای شي، او کولای شي د میندو او عادي خلکو د مړینې کچه لوړه کړي او زموږ د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وننګوي او کمزوري یې کړي.»

 دا وضعیت تر هغې وروسته لا پسې خراب شو، چې ډانلډ ټرمپ د روغتیا له نړۍوال سازمانه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو پرېکړه وکړه. په ځينو ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د هېوادوالو اندېښنې راپارولې دي.

د کاپيسا اوسېدونکی مسعود په دې هکله وايي:«له مرستندویانو سره بېلابېلې غونډې وشي او هغوی اړ کړي، چې دا مرستې باید دوام پیدا کړي. له یوه لوري زموږ او تاسو په ټولو خلکو او بل پلو پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو اغېزه کوي.»

د افغانستان روغتیايي سیسټم له ډېرو کلونو راهیسې په نړۍوالو مرستو پورې تړلی پاتې شوی، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې. د نړۍوالو مرستو د کمښت او سیاسي–اقتصادي ناورینونو له امله روغتیايي مرکزونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

 په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس په خبره، د څه باندې ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره، درې مېلیونه تنه روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسۍ محرم شوي او د څه باندې ۲۲۰ نورو مرکزونو د تړلو وېره هم شته.

Thumbnail

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، شونې ده، چې د روان کال تر پایه د افغانستان لس سلنه وګړي له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي.

 په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس اډوین سنیزا سلواډور په خبره، د څه باندې ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره، درې مېلیونه تنه روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسۍ محرم شوي او د څه باندې ۲۲۰ نورو مرکزونو د تړلو وېره هم شته.

ښاغلي سلواډور ویلي:«د افغانستان روغتیايي سیسټم دا مهال په ډېر حساس حالت کې دی. که ستونزې حل نه‌شي، د ډنګي، ملاریا او نري رنځ ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتېږي او ورسره هم‌مهاله، واکسینونه هم کمېږي.»
 
 ډاکټر احمد شکیب ظهیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«کله چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د افغانستان د بېلابېلو روغتیايي بنسټونو مالي مرستې ودرول شي، دا زموږ عامو خلکو ته زیان رسولای شي، او کولای شي د میندو او عادي خلکو د مړینې کچه لوړه کړي او زموږ د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وننګوي او کمزوري یې کړي.»

 دا وضعیت تر هغې وروسته لا پسې خراب شو، چې ډانلډ ټرمپ د روغتیا له نړۍوال سازمانه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو پرېکړه وکړه. په ځينو ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د هېوادوالو اندېښنې راپارولې دي.

د کاپيسا اوسېدونکی مسعود په دې هکله وايي:«له مرستندویانو سره بېلابېلې غونډې وشي او هغوی اړ کړي، چې دا مرستې باید دوام پیدا کړي. له یوه لوري زموږ او تاسو په ټولو خلکو او بل پلو پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو اغېزه کوي.»

د افغانستان روغتیايي سیسټم له ډېرو کلونو راهیسې په نړۍوالو مرستو پورې تړلی پاتې شوی، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې. د نړۍوالو مرستو د کمښت او سیاسي–اقتصادي ناورینونو له امله روغتیايي مرکزونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه