Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د افغان او ایراني روغتیاپالانو علمي کنفرانس جوړی شوی دی

د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي په موخه د ایراني او افغان روغتیاپالانو ګډ علمي کنفرانس جوړ شوی دی.

ایراني متخصصین وایي، دغه علمي کنفرانس کې د مغزو جراحۍ او د زړه ناروغیو د درملنې سربېره د وزن زیاتوالي درملنې په اړه افغان روغتیاپالانو ته زده کړې ورکوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال غلام‌ محمد حنفي د دې کنفرانس په اړه وویل: «د ظرفیت لوړولو لپاره اړتیا ده چې روغتیاپالان هره ورځ د طبابت په برخه کې نوې زده‌کړې وکړي. دا کنفرانس له هغو کنفرانسونو دی چې پکې روغتیاپالانو ته د لاپراسکوپي او د مغزو جراحۍ تازه لارې ورښودل کیږي، چې دا د روغتیايي خدمتونو په کیفیت او ښه والي کې ډېر مثبت اغېز لري.»

ځینې دغه روغتیاپالان وايي، دغه ډول پروګرامونه ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو ښه والي په برخه کې اغېزناک دي.

هرات کې د یوه روغتون مسوول، فرید احمد اعجاز و ویل: «د دې کنفرانس موخه د روغتیايي خدمتونو معیاري کېدل دي. موږ هڅه کوو چې دا خدمتونه لا هم پراخ کړو، څو خپلو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»

ایراني روغتیاپال، مسعود خاني و ویل: «موږ له ساده لارو د جراحۍ پرمختللو لارو ته رسېدلي یو، چې دا کارونه د افغانستان او ایران د ګډو ډلو له لوري ترسره کیږي. دا یو علمي تبادله ده، یعنې د دواړو خواو تجربې له یو بل سره شریکې کیږي.»

د افغان او ایراني روغتیاپالانو دغه ګډ کنفرانس داسې مهال په هرات کې جوړ شوی چې د دغه ولایت د روغتیايي مسوولینو په خبره، په وروستیو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کېدو سره د لومړی ځل د ډېری ناروغیو درملنه په کوردننه شونې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه