ټاکل شوې، چې سبا دوشنبې د ۱۴۰۴ کال د غويي (ثور) میاشتې په لومړۍ نېټه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد ویروس واکسین کمپاین پیل شي.
مسوولان وايي، د دغه کمپاین پرمهال به له پنځو کالو کم عمره شااوخوا ۱۱ اعشاریه ۶ مېلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین دوه څاڅکو سربېره د (وېټامین اې) څاڅکي هم تطبیق شي.
د ننګرهار عامې روغتیا رییس امینالله شریف په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په ټول ختیځ زون کې به شاوخوا ۱۴ لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین دوه څاڅکي تطبیق شي.»
ختیځ کې د کتلوي معافیت مسوول حکم خان ګلابزوی هم وايي:«زموږ کمپاین به څلور ورځې دوام کوي، د پولیو واکسین تر څنګ به وېټامین اې هم تطبیق شي.»
د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالهادي هادي څرګندوي:«په سوېل ختيځ زون کې به شاوخوا ۱۳ لکه ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وي د ګوزن ضد واکسین به ورته ورکړل شي.»
د کونړ د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر اجمل سادات هم وايي:«په کونړ کې دوه لکه لس زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالو څخه کم دي موږ به د ۹۰۰رضاکارانو پر مټ دوی ته واکسین تطبیق کړو.»
بل لور ته ځينې هېوادوال له ګوزڼه د ژغورنې په موخه د واکسین دغه کمپاین ګټور یادوي او له کورنیو غوښتنه کوي، چې خپلو کوچنیانو ته دې د واکسین دوه څاڅکي تطبیق کړي.
د ننګرهار اوسېدونکی نصیر خان د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«د پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته دا واکسین جومات په جومات کېږي؛ نو په دغه برخه کې دې دیني عالمان او قومي مشران د واکسیناتورانو له ټيمونو سره خپله مرسته وکړي.»
د پکتیا اوسېدونکی نورالرحمن هم څرګنده کړه:«خلک باید حتماً خپل ماشومان واکسین ته راولي او هر ماشوم ته باید د پولیو واکسین وشي.»
ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کندهار او هلمند له هغو ولایتونو دي، چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین به پهکې څلور ورځې او په پاتې ۲۸ ولایتونو کې به درې ورځې دوام وکړي.
په دې اړه مو اندونه