Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې تېره میاشت د شري ناروغۍ ۴۲ سلنې زیاته شوې

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، تېره مارچ میاشت کې په افغانستان کې د شري ناروغي ۴۲ سلنې زیاته شوې.

دغه بنسټ په یوه راپور کې زیاته کړې، چې سخت نس ناستی، ملاریا او کانګو ناروغۍ هم د فبروري میاشتې پرتله په تېره میاشت کې زیاتې وې.

د دغه سازمان شمېرې ښيي، چې تنفسي ناروغۍ او د کرونا او ډینګي تبې نوې پېښې بیا دغه موده کې راکمې شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان شمېرې ښیي چې: د فبرورۍ میاشتې پرتله د شري ۱۲زره او ۵۳۵ نوې پېښې ثبت شوي چې د فبرورۍ پرتله ۴۲.۸ سلنه زیاتوالی ښیي، د سخت نس ناستي ۷ زره او ۱۲۸ نوې پېښې ثبت شوي چې ۹.۴ سلنې زیاتوالی ښیي، دغه موده کې د ملاریا ۷۹۴ نوې پېښې ثبت شوي چې ۱۰.۹ سلنې زیاتوالی ښیي، د کانګو ۲۹ پېښې ثبت شوي او د فبرورۍ میاشتې پرتله ۸۱.۳ سلنې زیاتوالی ښیي، د تنفسي ناروغۍ ۱۳۹ زره او ۲۲۶ مثبتې پېښې شوي او د فبرورۍ میاشتې پرتله ۱۸.۹ سلنې کموالی ښیي، دغه موده کې بیا د کویډ ۱۹، ۱۴۷ نوې پېښې ثبت شوي چې ۴۱ اعشاریه ۹ سلنې کموالی ښیي او د ډینګې تبې ۱۸ نوې پېښې ثبت شوي چې د فبرورۍ میاشتې پرتله ۳۰ اعشاریه ۸ سلنې کموالی ښیي.

ډاکټر، مجتبی صوفي و ویل: «د عامې روغتيا وزارت بايد دا وړتيا ولري چې له دغو مرستو ګټه واخلي او د ساري ناروغيو د کمښت لپاره د روغتيا نړۍوال سازمان په مرسته اقدام وکړي.» 
 
د روغتیا نړۍوال سازمان دغه راز د افغانستان په  ۲۰ ولایتونو کې د ۱۲۳روغتیايي مرکزونو او درېیو روغتونونو د ملاتړ خبر ورکړی دی.

ډاکټر، سيد عبدالله احمدي و ويل: «د مرستو پرې کېدل او د روغتيا نړۍوال سازمان ملاتړ نشتوالی د افغانستان د بې‌ وزله خلکو لپاره د روغتيايي خدمتونو په برخه کې يو لوی ناورین را منځته کوي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې ښایي د بودیجې کموښت له امله د روان کال تر جون میاشتې په افغانستان کې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې به ۸۰ سلنې روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه