د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او اروپایي ټولنې، د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ، په اندراګاندي روغتون کې درې مهمې روغتیايي پروژې پیل کړې دي.
په دغو پروژو کې د اکسیجن د تولید فابریکه، د برونکو سکوپي څانګه او څلور جنراتورونه شامل دي، چې موخه یې دغه روغتون کې د روغتیايي او طبي خدمتونو د کچې لوړول دي، په ځانګړې توګه د هغو ناروغانو لپاره چې ځانګړو مراقبتونو ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي په دې هکله وايي:«د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې لومړني، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونه په متوازنه بڼه پراختیا ومومي او د کمیت ترڅنګ پر کیفیت هم ځانګړی تمرکز لري. زموږ د روغتیايي پرسونل د زحمتونونو په نتیجه کې به انشاالله په نږدې راتلونکي کې په دولتي سکټور کې ولاتي، قلبي ناروغیو، د کاهلانو قلبي ناروغیو او د سرطان ناروغیو د درملنې امکانات پراخه شي.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې د دغو درېیو پروژو ټول لګښت ۷۶ مېلیونه افغانۍ دی او زیاتوي، چې له دغو اسانتیاوو په ګټې اخیستنې سره، اوس دغه روغتون کولای شي هره ورځ ۱۵۰ ډبې اکسیجن تولید کړي او دغه راز هېوادوالو ته د برونکو سکوپي خدمتونه برابر کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«پر دغو څانګو باندې زموږ عمومي لګښت یو مېلیون او ۶۵ زره امریکايي ډالر دی د دې ترڅنګ چې د افغانیو حساب نږدې ۷۶ مېلیونه افغانۍ لکښت پرې شوی دی.»
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس وحدت الکوزی هم وايي:«په مستقیمه توګه به ۲۰۰ ناروغانو ته اکسیجن ورځي، موږ مخکې اشاره وکړه چې د ماشومانو د روغتیا روغتون د افغانستان په کچه د کوچنیانو یوازینۍ کمپلکس دی، په سلګونه داسې ناروغان ورته مراجعه کوي، چې هغه اکسیجن ته اړتیا لري دغه ستونزه به د دغه ماشین له افتتاح سره د تل لپاره حل شي. دویم مهم ماشین یا څانګه چې نن افتتاح کېږي هغه د دې برانکو سکوپي څانګه ده او دا هغه اله ده، کهچېرته د کوچنیانو تنفسي لار کې کوم اجنبي جسم نښتی وي، د دغه ماشین په واسطه به ایستل کېږي.»
بلخوا، په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس د مرستې رسونې په برخه کې د دغه سازمان د ژمنتیا ډاډ ورکوي، او زیاتوي، چې دا ډول مرستې په اصل کې پر راتلونکي نسل پانګونه ده.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس اډوین سنیزا سالواډور څرګندوي:«د اکسیجن د تولید د فابریکې له نصبولو مخکې، دغه روغتون اړ و، چې هره ورځ ۱۰۰ سیلنډر اکسیجن وپېري او راویې لېږدوي څو د خپلو ناروغانو اړتیاوې پوره کړي. اوس چې دا فابریکه فعاله شوې، روغتون کولای شي هره ورځ د اکسیجن ۲۱۰ ،۴۰ لېټره سیلنډرونه تولید کړي او د ځانګړو مراقبتونو په ۴۵ بسترونو کې د ناروغانو اړتیاوې پوره کړي.»
پر دې سربېره، د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې ژر به په دغه روغتون کې د تلاسیمیا د درملنې لپاره نوې څانګه او یو مډرن تشخیص یو مرکز هم پرانستل شي.
د دغه روغتون د ترمیم، تجهیز او د نویو وسایلو د پېر لپاره څه باند اووه مېلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
په دې اړه مو اندونه