Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې تر ۵ زرو زیات د تلېسمیا ناروغان ثبت دي

د عامې روغتیا وزارت شمیرې ښیي چې په افغانستان کې له پنځو زرو زیات کسان پر تلېسمیا یا کم خونۍ اخته دي.

د تلېسمیا له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دا مهال له دغه وزارت سره پر تلېسمیا اخته ۵۳۷۲ ناروغان ثبت دي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین وایي، د تلېسمیا ناروغانو ته رسېده ګي د عامې روغتیا وزارت له بنسټيزو لومړیتوبونو ده او د هغوی د درملنې د خدمتونو د ښه کېدو لپاره جدي هڅې روانې دي.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو معین، عبدالولي حقاني په دې اړه وايي: دا شمېر موږ ته یوازې ناروغان نه ښيي، بلکې دا هغه ۵ زره درې سوه ۷۲ ثبت شوې کورنۍ دي چې هره ورځ د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره او د دوی د کړاونو د کمولو لپاره هلې ځلې کوي. 

د عامې روغتیا وزارت معالجوي طب رییس هم وایي چې په تېر لمریز کال کې ۱۳زره کسانو د تلېسمیا ناروغانو ته وینه ورکړې ده.

هغه ټینګار کوي چې د دغو ناروغانو د لا ملاتړ لپاره باید په ټولنه کې د وینې ورکولو کلتور دود شي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس، وحدت الکوزی په دې برخه کې وايي: تېر کال کې موږ دغو ناروغانو ته د ۱۳ زره سي سي په کچه وینه ورکړې ده. د دې په څنګ کې هغه نور احتمالات چې ما یې خبره وکړه نورو ناروغیو درملنه یې هم شوې ده. 

بلخوا، پر تلېسمیا اخته یو شمېر ناروغانو له افغان ولس او نړیوالې ټولنې د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د  تلېسمیا ناروغ، محمد داسې وايي: له ټولو نړۍوالو او هېوادوالو غوښتنه کوو چې تلېسیما ناروغانو ته پاملرنه وکړي چې راتلونکې کې نور ناروغان له دغې ناروغۍ و نه کړیږي. همدا راز له ټولو هېوادوالو هیله لرو چې د خپلو وینو په ورکولو سره زموږ د ژوند ډیوې روښانه وساتي.
 
د عامې روغتیا وزارت د شمېرنو له مخې، هر کال په ټوله نړۍ کې پر تلېسمیا اخته ۳۰۰ زره ماشومان نړۍ ته سترګې غړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه