Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وګړو صندوق: افغان ښځو او نجونو ته به زموږ خدمتونه دام ولري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په خپل کلني راپور کې اعلان کړی، چې په تېر زېږدیز کال کې  یې په ټول افغانستان کې ۱۳٫۷ مېلیون کسانو ته اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي، چې د دغو کسانو ۷۸سلنه یې ښځې او نجونې وې. 

د دغه بنسټ په وینا، دغه خدمتونه د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د خدمت رسونې د ۹۹۵ مرکزونو له لوري او د ۱۸ پلي کوونکو شریکانو په همکارۍ وړاندې شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې د تېر کال پرتله سږ کال په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کوونکي ۴۸ سلنه زیات شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازی کوابینا سانټي انټیامو وايي:«په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ژغورنې د خدمتونو د ګټې اخیستونکو شمېر ۱۳٫۷ مېلیونه کسانو ته ورسېد. په عمده توګه ښځې او نجونې د ۹۹۵ مرکزونو له لارې د سختو لارو لرونکو سیمو یا هغو سیمو کې چې په افغانستان کې یې سپینې سیمې بولې، د مور، نوزېږي ماشوم او له نورو روغتیایي خدمتونو برخمنې شوې. د ۲۰۲۳ کال پرتله د خدمتونو په وړاندې کولو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی. د ننګونو له شتوالي سره سره، زموږ حیاتي خدمتونه د ټولنې اړتیاوو ته ځواب وایي او دا کار به دوام ومومي. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خلکو ته ژمن دی او په افغانستان کې د باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو سره خپل مانا لرونکي او اغېزناک رول ته دوام ورکوي.»

له ګڼو ننګونو سره سره، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو لپاره به خپلو حیاتي خدمتونو ته دوام ورکړي.
بل پلو، یو شمېر هېوادوال په هېواد په ځانګړې توګه په لېرې پرتو ولسوالیو کې روغتیایی خدمتونو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسي د زمینې د پراختیا غوښتنه کوي.

 د بدخشان اوسېدونکی معراج‌الدین په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«افسوس، چې په ډېرو ولسوالیو کې خلک، په ځانګړې توګه ماشومان، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. د لارو د ستونزمتیا او د خدماتو د کمښت له امله، زموږ غوښتنه له حکومت او اړوندو ادارو دا ده، چې په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي او دغه خدمتونه پراخ کړي.»
 
 د بدخشان اوسېدونکي سیف‌الله هم وویل:«موږ دا غواړو چې د روغتیايي خدمتونو د اسانتیاوو په برخه کې لا ډېر پام وشي، څو خلک له روغتیايي ستونزو وژغورل شي.»

ډاکټران پر دې باور دي، هغه بنسټونه چې د میندو او ماشومانو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، باید په لېرې پرتو ولسوالیو کې د میندو او نوزېږو ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شمېر زیات کړي.

ډاکټرې نجم‌السما شفا‌جو په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د ښځینه ډاکټرانو او قابلو رول ډېر مهم او اړین دی، او په دې وخت کې اړتیا لا پسې زیاته شوې ده، چې دا خدمات پراخ شي؛ ځکه چې ډېری ښځې په لېرې پرتو سیمو لکه ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې روغتیايي خدماتو ته کافي لاسرسی نه‌لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړۍوال سازمان په ګډون ځينو نړۍوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې روان زېږیز کال به یو شمېر روغتیايي مرکزونه وتړل شي او د جون میاشتې تر پایه به روغتیايي خدمتونه ۸۰ سلنه کم شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه