د ملګرو ملتونو د وګړو صندق مرستیال انډریو سبرټون وایي، امریکا پر بهرنیو مرستو د وروستي بندیز سره د دغه سازمان ۳۳۰ میلیونه ډالره بودیجه کمه کړې چې په خبره یې، تر ټولو ډېر اغېز یې پر افغانستان کړی.
انډریو سبرټون، په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې چې د مرستو د ځنډېدو له امله افغانستان کې د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د دغه سازمان مرستندویه پروګرامونه بند شوي دي.
د هغه په خبره، د دغو پروګرامونو په بندېدو سره به افغانستان کې ۶.۳ میلیونه خلک چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د مېندو مړینې شمېر پکې لوړې دي او په خبره یې، افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون اړوند د درملنې وړ ناروغیو له امله مري.
انډریو سبرټون ویلي، افغانستان ته په سفر کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د نجونو پر زده کړو او حقونو هم خبرې کړې دي.
هغه په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «ما په ځانګړې توګه ټینګار وکړ چې که تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځینو او پوهنتونو دروازې بندې وي نو راتلونکي کې به د هغو قابلو لپاره بدیل نه وي چې عمر یې زیاتیږي او بیا تقاعد کیږي. دا په ټول هېواد او زموږ پر خدمتونو ډېرې بدې اغېزې لري.»
د ملګرو ملتونو مرستیال ویلي، د اسلامي امارت چارواکو له نوموړي سره کتنه کې د مرستو پر کمېدو اندېښنه ښودلې خو د سبرټون په خبره، دغو چارواکو ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان به د دغه سازمان په لومړیتوبونو کې وي.
انډریو سبرټون د روانې مې میاشتې له ۴مې تر ۹مې افغانستان ته راغلی و او د عامې روغتیا وزارت د سرپرست، د بامیان له والي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستیال او د اسلامي امارت له ځینو نورو چارواکو سره یې کتلي و.
په دې اړه مو اندونه