د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په خپل میاشتني راپور کې چې د اپرېل د میاشتې فعالیتونه پکې راټول شوي، ویلي دغه سازمان په ټول افغانستان کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي او همدا راز یې د لومړنیو، ثانوي او دریمپړاو روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا ته کار کړی دی.
دغه سازمان ویلي، په اپریل میاشت کې یې نږدې ۱۸۰ زره ناروغانو ته چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي.
همداراز، ۱۹۷ طبي بستې چې د ۲۴۱ مټریک ټُنه روغتیایي توکو سره برابرې وې، توزیع کړي او ۴۲۳ روغتیايي کارکوونکو ته یې د خدمتونو د ظرفیت لوړولو او وړتیا زیاتولو په موخه روزنه کړې ده.
راپور همداراز وايي، له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره یې هم د سکرینینګ یا روغتیايي ارزونې خدمتونه برابر کړي او نږدې ۱۹۵ زره راستنېدونکو ته وړاندې شوي دي.
په دې اړه مو اندونه