ختیځه مدیترانه کې د روغتیا نړۍوال سازمان سیمه ییزې مشرې حنان بلخي ویلي چې راتلونکي ۲۰۲۶ کال کې به د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د بودیجې له ۴۰ سلنې کمښت سره مخ شي.
د روغتیا د تګلارې د څار بنسټ راپور ورکړی چې د پولیو بودیجه داسې مهال کمیږي چې افغانستان او پاکستان کې د دغې ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.
حنان بلخي خبرداری ورکړی چې که دغه برخه کې پانګونه ونه شي نو پولیو په د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپره شي.
هغې ویلي: «اوس موږ په یوه مهم پړاو کې یو. یا به موږ د کار پایته رسولو لپاره پانګونه کوو او یا به د پولیو نړۍوال ګواښ یو ځل بیا را ژوندی کوو.»
حنان بلخي جینوا کې د روغتیا نړۍوالې اسامبلۍ ته ویلي، د ۲۰۲۴ په پیل کې افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس نږدې له منځه تللی و خو په خبره یې اوس په سومالیا، سوډان، یمن او غزه کې تازه پېښو وضعیت لا خراب کړی دی.
د پولیو له منځه وړلو نړۍوال نوښت په ۱۹۸۸ کال کې پیل شو چې لومړنۍ موخه یې ۲۰۰۰ کال کې د دغه ویروس له منځه وړل و خو د وخت په تېرېدو او د پولیو د نه مهار کېدو له امله اوس دغه ضرب الاجل تر ۲۰۲۹ کال و غځېد.
د روغتیا نړۍوال سازمان د دې پروګرام لپاره د ۶.۹ میلیارده ډالره بودیجې غوښتنه کړې وه خو تر دې مهاله یې یوازې ۴.۶ میلیارده ډالره دغه بودیجه یې ترلاسه کړې ده.
د پولیو د له منځه وړلو د دغه نوښت بودیجه د روغتیا له نړۍوال سازمان سره د امریکا د مرستو د بندېدو له امله کمه شوې ده.
جینوا کې د روغتیا ۷۸مه نړۍواله اسامبلي د "یوه نړۍ د روغتیا لپاره" تر سرلیک لاندې د روانې مې له ۱۹مې پیل شوې او د دغې میاشتې تر ۲۷مې نېټې په دوام وکړي.
په دې اړه مو اندونه