Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شري په یوه اوونۍ کې د ۲۱ تنو ژوند واخیست؛ ډېری قربانیان ماشومان دي

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د روانې زیږیزې میاشتې په تېرې اوونۍ کې، د افغانستان په کچه د شري د مشکوکو پېښو شمېر، د هغې د مخکینۍ اوونۍ پرتله، ۶٫۲ سلنه زیات شوی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د اپریل له ۱۱مې تر ۱۷مې، ۲۱ تنه د شري ناروغۍ له امله مړه شوي، چې ۱۹ تنه‌یې د پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د مړینې ډېرې پېښې په هلمند، هرات، کابل، بدخشان، بادغیس، بغلان، بامیان او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل راپور کې ویلي:«د ۲۰۲۵ کال په شلمې اوونۍ کې، ټولټال ۴۰۴۳ مشکوکې پېښې او ۲۱ مړینې ثبت شوې دي، چې دا د تېرې اوونۍ پرتله د مشکوکو پېښو ۶٫۲ سلنه زیاتوالی ښيي. له ټولو پېښو، ۲۰۲۷ یې ښځې او ۲ زره او ۹۵۲ یې د پنځو کلونو کم عمره ماشومان وو.»

 ډاکتر سید عبدالله احمدي طلوع‌نیوز ته وايي: «هغه کډوال، چې پخوا له هېواده بهر وتلي وو او اوس بېرته راستانه شوي دي، له بده مرغه د بېلابېلو ساري ناروغیو د خپرېدو اندېښنې یې ډېرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت ته په‌ کار ده، چې د هېواد په ټولو پولو او سرحدي سیمو کې د لنډمهالو کلینیکونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.»

ډاکټران د شري ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي یوه مهمه لار د واکسین تطبیق بولي.

ډاکټر سخي یار طلوع‌نیوز ته وویل:«یوازينۍ حل‌لار واکسین دی؛ ماشومان باید پر وخت واکسین شي او ورپسې باید له ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي، تر څو ناروغ ماشومان له سالمو ماشومانو سره په تماس کې نه‌وي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ زیږیز کال له پیل راهیسې د شري پېښې په هېواد کې په دوامداره توګه زیاتې شوې دي، او په شپاړسمه اوونۍ کې یې د تېرو کلونو پرتله تر ټولو لوړ شمېر ته رسېدلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه