Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسیناسیون دویم پړاو پیل شو

د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسیناسیون دویم سراسري کمپاین نن (دوشنبې، د غبرګولي ۵مه) په ټول هېواد کې پیل شو.

د دغه څلور ورځني کمپاین موخه په ټول هېواد کې له پنځو کلونو د کم عمره څه باندې ۱۱،۸مېلیونه ماشومانو واکسینول دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«د دغه کمپاین په جریان کې به هغه ماشومان چې له ۲۴ میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر ولري د الپنټازول ګولۍ هم ووېشل شي، د یادو ګولیو له وېشلو څخه موخه دا ده، هغه ماشومان چې عمرونه یې کم وي د هغوی په وجود کې د چینجیو اړوند ناروغیو مخنیوی وشي.»
 
د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو یوه له هغو خطرناکو ویروسي ناروغیو ده، چې یوازینۍ وقایه ‌یې پر وخت او منظم واکسین دی. له همدې امله، د واکسین ټیمونه بېلابېلو سیمو ته ځي او له کورنیو غواړي، چې له دوی سره همکاري وکړي.

واکسیناتوره مریم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ ډېر خوشحالېږو که خلک له موږ سره همکاري وکړي او خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي.»

 بلې واکسیناتورې راحلې هم وویل:«له خلکو زموږ غوښتنه دا ده، چې خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي او له موږ سره همکاري وکړي.»

هېوادوال هم د دغه پروګرام هرکلی کوي او غواړي، چې د پولیو د واکسین کمپاینونه ډېر شي.

د کابل اوسېدونکی یعقوب محمدي څرګندوي:«زموږ غوښتنه داده، چې د واکسیناسیون کمپاینونه تل په ټاکلي وخت ترسره شي، څو زموږ ماشومان واکسین شي او له دې ناروغۍ وژغورل شي.»
 
بل ‌خوا، ډاکټران وایي چې د عامه پوهاوي لوړول د دا ډول کمپاینونو د بریا مهم ټکی دی.

ډاکټر قیس نیکزاد په دې اړه وايي:«پولیو یوه داسې ناروغي ده، چې درملنه نه‌لري؛ خو خوشبختانه د واکسینونو په وسیله د هغه مخنیوی کیدای شي، چې د مسوولو ارګانونو لخوا په خوراکي بڼه او یا هم زرقي بڼه خلکو ورکول کېږي.»

اوس‌مهال افغانستان له هغو دوو هېوادونو دی، چې لا هم په‌کې د پولیو مثبتې پېښې ثبتېږي.

د روغتیا له نړۍوال سازمانه د امریکا وتلو دا اندېښنې راپارولي، چې ښایي په نړۍواله کچه د پولیو د لمنځه وړلو وړلو پروګرامونه اغېزمن شي.

د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان سیمه‌ییز رییس خبرداری ورکړی، چې تر ۲۰۲۶ کاله به د پولیو د لمنځه وړلو پروګرام بودیجه له ۴۰ سلنې کمښت سره مخ شي چې دا کار له دې ناروغۍ سره د مبارزې بهیر له ننګونو سره مخ کولای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه