د عامې روغتیا وزارت روانه زیږیزه میاشت په ټول هېواد کې د شري واکسینو د سراسري کمپاین له ترسره کولو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت هم تاییدوي، چې له روان زیږیز کال راهیسې نږدې څلور زره مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
دغه وزارت وايي چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره روانه میاشت د واکسینو یو پراخ کمپاین پیلوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په دې اړه داسې وايي: « د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې څلور زره د شري پېښې زموږ سره ثبت شوي دي؛ البته دا پېښې مشکوکې دي او تایید شوې پېښې لږې دي. د عامې روغتیا وزارت د دې لپاره چې د شري د خپرېدو مخه ونیسي، لکه څنګه چې د نورو ساري ناروغیو مخنیوی کوي، نږدې درې زره مرکزونو کې د شري د واکسین خدمتونه وړاندې کوي.»
یو پنځه میاشتنی ماشوم چې سترګېیې نیمهپټې دي او بدنیې نری و کمزوری ښکاري، له یوې داسې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی چې د یوه عادي واکسین له لارېیې مخنیوی کېدای شي.
د ناروغ ماشوم مور، مرسل وايي: «زوی مې پنځه میاشتنی دی. سخته تبه یې وکړه او روغتون ته مو راوست. ډاکترانو وویل چې د شري نښې لري. زوی مې دا مهال د بیړني حالت په خونه کې بستر دی، خو تر اوسه واکسین نه دی شوی.»
د اندراګاندي روغتون ډاکټران بیا وايي، د تېرو کلونو پرتله د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوي او هره ورځ تر لسو یا دولسو پورې ماشومان د همدې ناروغۍ له امله بسترېږي.
د اندرا ګاندي روغتون د داخله څانګې مسوول، محمد عارف حسنزی هم وايي: «هره ورځ له اته تر دولسو پورې نوي ناروغان مراجعه کوي. دا د دې مانا لري چې زموږ یو شمېر ناروغان ښه کېږي او ځای یې نوي ناروغان نیسي. د شري پېښو زیاتوالی له څو میاشتو راهیسې دوام لري.»
تر دې مخکې، د روغتیا نړۍوال سازمان شمیرو ښودلې وه چې د روان کال تر شلمې اونۍ پورې، د شري ناروغۍ ټولټال ۴۰۴۳ مشکوکې پېښې ثبت شوي او ۲۱ تنه بیا ترې مړه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه