Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسپانیا کې عمومي انزوا؛ بې سرپناه کسان لا هم په واټونو کې دي

په داسې حال کې چې په اسپانیا کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله خلکو ځانونه منزوي کړي دي، په دغه هېواد کې د بې سرپناه خلکو لپاره ژوند ستونزمن شوی دی.

د اسپانیا د بارسلونا ښار په واټونو کې څه باندې زر تنه بې کوره کسان ژوند کوي. هغوی د دې له امله چې کور نه لري، هغوی نه شي کولای چې د قرنطین تدابیر چې مهمه برخه یې په کور کې پاتې کېدل دي مراعات کړي.

پنځوس کلن رافایل رېس یو له دغو کسانو دی لس کاله کېږي چې په واټونو کې ژوند کوي. هغه اوس په ډېرو ستونزو سره کولای چې د ویده کېدو لپاره ځای پیدا کړي.

د اسپانیا حکومت حکم کړی چې ټول په خپلو کورونو کې پاتې شي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي؛ خو هغه کور نه لري:«هره ورځ پولیس دلته راځي. د اې ټي اېم کارټونو برخې یې تړلې دي. رسټورانټونه تړلي دي. یوزاې په مشخصو ځایونو کې کولای شو حمام وکړو. په ستونزمن حالت کې ملګری موندلای شئ چې تاسو ته ځای درکړي ؛ خو اوس هېڅ ځای نه دی پاتې.»

ډېری هغه مرکزونه چې بې کورنه کسان کولای شې په هغو کې پاتې شي او یا هم کم بیه او کوچني رسټورانټونه تړل شوي دي.

خو یو مرستندویه بنسټ دغو بې کوره کسانو ته خدماتونه وړاندې کوي چې د حمام کولو لپاره د زمینې برابرول د هغو یوه برخه ده.

د ارلز مرستندویه بنسټ غړی باب واکر وايي:«په ټول کې د کرونا له ویروس پرته، کابو ۱۲۰۰ تنه د بارسلونا په واټونو کې ژوند کوي؛ خو څوک هغوی نه ویني، له هغوی سره د مرستې لپاره بسندویه سرچینې نشته. خو د کرونا ویروس د خپرېدا ته پاملرنې سره چې لېږدېدونکې ده، روښانه نه ده چې دغه بې ځایه شي چېرته کېدای شي منزوي شي.»

اسپانیا کې کابو ۲۰ زره تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته دي. تر نن سهار (شنبې، د وري په ۲مه) د اسپانیا حکومت د دغې ناروغۍ په پایله کې  د ۱۰۰۲ تنو د مړینې پخلی کړی دی.  

اسپانیا کې کابو ۲۰ زره تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته دي. د اسپانیا حکومت د دغې ناروغۍ په پایله کې  د ۱۰۰۲ تنو د مړینې پخلی کړی دی.  

شریک یي کړئ