Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د کرونا ویروس له امله لومړنی کس ومړ

د عامې روغتیا وزارت د دې پخلی کوي چې هېواد کې د کرونا ویروس له امله لومړني ناروغ ساه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، دغه ناروغ درې ورځې مخکې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې ساه ورکړې او د هغه د ازموینې پایله نن مشخصه شوې ده.

ورته مهال، د بلخ د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه ناروغ کورنۍ د هغه له خاورې سپارلو وروسته د البرز سیمې ته چې د دغې ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو څخه ده.

د عامې روغتیا وزارت له دې مخکې ویلي و چې نن یوه بل ناروغ چې د کرونا ویروس نښې نښانې یې لرلې په هرات کې ساه ورکړې ده.

د دغه وزارت په وینا، دغه کس د زړه ناروغي لرله او د دې پایله چې ایا هغه د کرونا ویروس له امله مړ شوی او که د زړه ناورغۍ له امله، دا به سبا ته څرګنده شي.

د افغانستان په لوېدیځ کې هرات ولایت له ایران سره ګډه پوله لري، د کرونا ویروس ډېری مثبتې پېښې لري. په دغه ولایت کې درې مثبتې پېښې نن ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۴ ته لوړې شوې دي.

دم ګړۍ دغه ویروس د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې خپور شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې پر کووېډ نولس ناروغۍ اخته کسان له بهره په ځانګړې توګه له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې نن یوه بل ناروغ چې د کرونا ویروس نښې نښانې یې لرلې په هرات کې ساه ورکړې ده.

شریک یي کړئ