Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه مخ په زیاتېدو ده'

د عامې ورغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس مثبتې پښې مخ په زیاتېدو دي او کابل د هغو ولایتونو په سر کې دی چې د کورونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.

د عامې ورغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په افغانستان کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۳۰ ته رسېدلې دي او په تېرو  ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ډېری دغه پېښې په کندهار، کابل، تخار، ننګرهار، پنجشیر او هرات ولایتونو کې دي.

د کابل د روغتونو رییس نظام الدین جلیل په دې اړه وویل:«لا هم شمېرې د صعودي سیر لري او د تېرو اوونیو په پرتله زیاتوالی موندلی. همدارنګه کابل ولایت چې په دویمه کته ګورۍ کې و، اوس په لومړۍ کټه ګورۍ کې دی.»

ورته مهال کابل کې د افغان - جاپان روغتون چارواکي وايي چې یو شکمن ناروغ نن له دې مخکې چې د ازموینې پایله یې معلومه شي په دغه روغتون کې ساه ورکړه.

په افغان جاپان روغتون کې ډاکټر محمد خان هدایت وايي چې دم ګړۍ په دغه روغتون کې ۱۸ ناروغان په تجرید کې دي:«د دې لپاره چې سرچینې ضایع نه شي او مستحقین په چټکتیا سره تشخیص او درملنه یې وشي، زما غوښتنه له خلکو دا ده چې هغه ټسټونه چې ضروري نه دي باید روغتون ته مراجعه ونه کړي.»

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل په څه باندې شلو ناحیو کې د شکمنو کسانو د بېلګو اخیستو سیار مرکزونه کار کوي.

د کابل په لوېدیځ کې د رابعه بلخي ښوونځی یو له دغو مرکزونو دی. هغه ډاکټران چې په دغه ښوونځي کې د شکمنو کسانو د پېژندلو لپاره کار کوي وايي چې د خپل کار په لس ورځنۍ موده کې یوازې یو کس دغه ښوونځي ته د بېلګو اخیستو لپاره راغلی دی.

یو له دغو ډاکټرانو اسلام الدین وویل:«موږ له مراجعه کوونکو ځینې پوښتنې کوو او که چېرې ډاډه شو چې شونې ده کورونا لري، له هغوی سمپل اخلو، زموږ ډله شپږ کسیزه ده.»

په کابل کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۵۸ ته رسېدلی؛ یعنې له هرات ولایت څخه سل پېښې زیاېتې لري. 
کووېډ نولس تراوسه په افغانستان کې ۴۲ تنه قرباني کړي او ۱۸۰ ناروغان هم جوړ شوي دي.

د عامې ورغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په افغانستان کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۳۰ ته رسېدلې دي.

شریک یي کړئ