Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان جاپان روغتون ته د ورځې کابو ۴۰۰ ناروغان مراجعه کوي

د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته د ورځې کابو ۴۰۰ ناروغان مراجعه کوي. 

دغه روغتون ۵۰ ډاکټران، پنځه متخصصان او ۸۹ روغتیا پالان لري چې د هغوی ځينې په رضا کاره توګه دغه روغتون ته راغلي دي.

دغه ډاکټران چې شپه او ورځ کار کوي له هېوادوالو غواړي چې له خپلو کورونو بهر نه شي او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې رعایت کړي.
 
نن دغه روغتون ته یو کس چې د وینې د لوړ فشار له امله اکسیجن ته اړتیا لري راوړل شوی دی.

د روغتون د بیړنۍ څانګې مسوول عبدالباسط عمل په دې اړه وايي:«کابو ۳۵ تر ۴۰ تنه ناروغان مې ولیدل، د هغوی ځينې چې عاجل وو او موږ امکانات لرل او ځينې نور مو کورني کرنټن کړل او ځینې مو هم د علي جینا روغتون ته ولېږل.»

د دغه پنځوس بستریز روغتون ډېری بسترونه ډک وي. د ورځې د کووېډ نولس تر لسو ناورغان بستر کېږي او یو شمېررغېږي.

د افغان جاپان روغتون د مثبتو پېښو د برخې مسوول انعام رحمتي دوه میاشتې وړاندې په رضاکارانه توګه له کونړ ولایت نه دلته راغی دی.

د افغان جاپان د روغتون د مثبتو پېښو د برخې مسوول انعام رحمتي څرګندوي:«څلور کاله کېږي چې درسونه مې بشپړ شوي. اوس دغه روغتون ته راغلی یم چې د کووېډ نولس ناروغانو ته خدمت وکړم.»

محبوبه اوس مهال د روغو شویو په څانګه کې د خپلې وروستي ازموینې د پایلې په تمه ده. هغه یوه میاشت وړاندې په بد وضعیت سره دغه روغتون ته راولېږدول شوه. 
  
روغه شوې محبوبه وايي:«کله چې نوې راغلم ساه بندې مې ډېره وه. کله چې زه یې بیړنۍ څانګې ته بوتلم تر درې ورځو په هوښ کې نه وم. بیا اتلس ورځې دلته وم ډاکټرانو ښه خدمت وکړ، اوس شپږ ورځې کېږي چې په دغه برخه کې یم او په تمه یم چې وروستۍ پایله مې هم راشي.»

سونیا خراساني چې روغتیاپاله ده؛ د کووېډ۱۹ ناروغانو روغتیا پالنه سخته بولي.
 
په افغان جاپان روغتون کې روغتیاپاله سونیا خراساني وايي:«هره ورځ د هغوی شمېر په زیاتوالي دی. دلته حتا اتلس او شپاړس کلن نوي ځوانان وینو. چې په دغې ناروغۍ اخته دي»

خو د افغان جاپان روغتون د لابراتوار څانګه یوازې یوه دستګاه لري چې په یوه وخت کې دوه سوه آزموینې تر سره کولای شي. 

د افغان جاپان روغتون د لابراتوار مسوول ضیاه الرحمن حسن خېل زیاتوي:«زموږ هیله دا ده چې موږ ته نورې دستګاوې هم راکړي چې موږ د خپلو ازموینو وتیا له ۲۱۰ نه ۴۶۰ ته ورسوو.»

د افغان جاپان روغتون د او پي ډي څانګې مسوول حشمت الله فیضي په دې اړه څرګنده کړه:«په تېرو ورځو کې موږ ۳۵۰ تر ۴۰۰ ناروغان ثبت لرل خو نن غرمه له څه باندې ۳۵۰ ناروغان ثبت کړل چې ۲۵۰ ناروغان ته مو معاینې هم وکړئ.»

شریک یي کړئ