په امریکا متحده ایالاتو کې په کووید نوولس ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې شمېر له ۴۵ زرو هم واوښت.
د جان هاپکنیز پوهنتون د شمېرو له مخې د مړو شمېر ۴۵ زره او ۶۳ کسانو ته رسېدلی او نیویارک هغه ایالت ته دی چې د مړینې کچه په کې د نورو ایالاتونو پرتله زیاته ده.
د امریکا په نیویارک ایالت کې ۱۴ زره او ۸۸۷ تنه مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۷۷ زره او ۴۴۵ ته ورسید.
د جان هاپکنیز پوهنتون د شمېرو له مخې د نړۍ په کچه د اخته کسانو شمېر هم ۲ میلیونه ۵۶۲ زره او ۱۹۰ تنو ته رسېدلی دی.
د دې ترڅنګ تر دې دمه نړۍ کې د کرونا ویروس د روغو شویو کسانو د اخته کسانو پرتله دوه برابره دی. تر اوسه نړۍ کې د کوویډ نوولس ۴ میلیونه، ۱۶۳ زره او ۴۶۴ تنه ناروغان، روغ شوي دي.