د ایران د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې (سېشنبې د ورې په ۱۹مه نېټه) یې خپاره کړي، دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر نېږدې څلورو زرو کسانو ته رسېدلی دی.
د شمېرو له مخې په ایران کې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووید ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۳۳ تنه مړه شوي دي چې په دې سره د قربانیانو شمېر ۳۸۷۲ تنو ته رسیږي.
د ایران کې همداراز د اخته کسانو شمېر هم له ۶۲ زرو نه اوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر یو میلیونو ۴۰۰ زرو کسانو ته رسېدلی او د مړو هم له ۸۲ زرو زیات شوی دی، خو ترڅنګ یې له ۳۰۰ زرو ډېر کسان روغ شوي هم دي.
امریکا متحده ایالاتو کې هم د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۲زره ۹۰۷ کسانو ته رسېدلی دی او د قربانیانو شمېر هم له ۴۰۰زرو کسانو ته نېږدې شوی دی.
په همدې حال کې د امریکا لسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د روغتیا نړیوال بنسټ سره به همکاري ودوري.
د ټرمپ په خبره چې یاد بنسټ د کرونا ویروس په تړاو تېروتنې کړې دي.