Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ ولایت کې ۶۴ روغتايي کارکوونکي او ډاکټران په کرونا اخته شوي

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې په کرونا ویروس د ۶۴ روغتیايي کارکوونکو او ډاکټرانو له اخته کېدو خبر ورکوي.

د بلخ د عامې روغتیا سرپرست رییس، نظام الدین جلیلي وايي دغه ولایت ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.

هغه زیاتوي:«کله چې زما ۶۴ تنه هم مسلکه کسان په کوید نوولس ناروغۍ اخته شوي دي، دا ښکاره کوي چې بلخ ولایت کې د کرونا ویروس اخته کسان مخ په زیاتېدو دي.»

ښاغلی جلیلي وايي خلک باید د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو عمل وکړي چې د ماسک کارول، د دستکشوکارول، په ورځ کې له شل وارو ډېر په صابون لاسونه مینځل او ټولنیز دوه متره واټن په پام کې نیول دي.

اوس مهال بلخ ولایت کې د اخته کسانو شمېر ۹۹۶ ته رسېدلی چې له ډلې یې ۲۹ تنه مړه شوي او ۲۷ روغ شوي دي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس وايي دغه ولایت کې لابراتوار  شپه ورځ کې له ۱۲۰ د ډېرو نښو کتو ظرفیت نلري.

مزار شریف ښار کې د بو علي سینا بلخي روغتون مسوول، غوث الدین انوري زیاتوي:«کله کله د کرونا ویروس تشخیص لپاره د کیتونو کمښت سره مخامخ کیږو، یا اوونی کې پنځه سوه تر زرو تستونه راځي او دا بسنه نه کوي، خلک کلینیکونو ته مراجعه کوي او دا ستونزمنه ده.»

د بلخ مرستیال والي، شجاع الدین شجاع څرګندوي:«هغه ډول چې موږ غوښتل د قرنطین مسله جدي وګڼو، خو خلکو اقتصادي ستونزې درلودې او دا کار شونی نه وو.»

بلخ ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او لامل یې هم د خلکو بې پروايي بلل کېږي.

تر اوسه هېواد کې د کرونا وریوس له کبله څو تنو ډاکټرانو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ