Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې روغتیايي مسوولین د کرونا ویروس پراختیا له کبله اندېښمن دي

بلخ ولایت کې د بو علي سینا روغتون مسوولین وايي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا په تړاو اندېښنه لري او له خلکو غواړي چې له ګرځېدو ډډه وکړي.

مزارشریف ښار کې د بو علي سینا روغتون د ساري ناروغیو د څارنې برخې مسوول، امین الله شېرپور خبرداری ورکوي، هغه کسان چې د کرونا ویروس په تړاو بې پرې پاتې شي، په کووید نوولس ناروغۍ به اخته شي.

نوموړی وايي د ورځې اوویا تر سلو پورې خلک د کرونا ویروس د معاینې لپاره مراجعه کوي:‎«دا ټول معاینه کېږي، او د ډاکټرانود تشخیص له مخې ترې نښې اخیستل کیږي. شمېرې یې مختلفې دي، د ورځې له دریوو نیولې تر اوو او یا کله هم اته نښې اخیستل کېږي.»

هغه له خلکو غواړي چې په کورنو کې پاتې شي او ډېر دې نه ګرځي:«له یوه کس نه بل ته د کرونا ویروس خپرېدل ټولنه کې پیلیږي او دا د اندېښنې وړ ده.»

که څه هم هېواد کې د عامې روغتیا چارواکي خلکو ته وايي چې له ګرځېدو ډډه وکړي، خو د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست ته نېږدې ځیني کسان په لاس توکي پلوري.

پلورنکی، سید حبیب په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې دي وايي:«موږ له مجبورۍ دلته یوو، یو نه وايي چې دا بیچاره به څه وخوري چې دوکان یې وتړل شو.»

له دې سره هم مهال بلخ ولایت کې عمومي ځایونه د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي په موخه تړلي دي.

شریک یي کړئ