Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تورخم له لارې د زرګونو افغانانو جوپه راغله

په مؤقت ډول د تورخم لارې پرانیستو په دوهم ورخ(نن سې شنبې د وري په ۱۹مه نېټه) زرګونه افغانان چې د څو اوونیو راهیسې پاکستان کې د پاتې وو، هېواد ته رادننه شول.

دوی وايي چې لا هم زرګونه نور کسان هېواد ته د راتګ په تمه دي.

په همدې حال کې پرته له ازموینې هېواد ته د زرګونو افغانانو د راتګ جوپې، هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا وېره لا هم زیاته کړې ده.

د ننګرهار والي، شاه محمود میاخیل له خلکو غوښتنه کوي چې روغتيا تابیاوې دې په پام کې ونیسي:«له خلکو مې غوښتنه دا ده چې ځانته دې هم ستونزه نه جوړي، موږ ته دې هم تکلیف نه جوړوي، صبر دې وکړي چې سکرینینګ یې وشي، هلته ښځو، نارینه، او ناروغانو ته ځانګړي ځایونه جوړ شوي دي، موږ له شته امکاناتو کار اخلو.»

ټاکل شوې د تورخم لار د دریوو ورځو لپاره پرانیستې پاټې شې، خو پاکستان کې د افغان ناروغانو سره تللي کسان هیله لري چې دا وخت نور هم وغځول شي، ځکه چې هلته لا نور ډېر کسان د راتګ په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپین بولدک لاره هم د دریوو ورځو لپاره د افغانانو پرمخ خلاصه شوې وه، خو ځینو پاکستاني رسنیو د دغې لارې له بیا تړل کېدو خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ