Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیا وزارت خبرداری: د کرونا ویروس د پراختیا پړاو ته رسېدلی

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۷۹ ته ورسېدې چې ۵۴ یې په هرات ولایت کې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس په افغانستان کې په ګرځېدو پیل کړی او تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې پېښې هغو کسانو پورې تړاو لري چې وروستیو وختونو کې بهر ته د سفر تاریخچه نلري.

د یاد وزارت ویاند، وحیدالله مایار نن له غرمې مخکې(چهارشنبې د وري په ۶مه نېټه) خبري ناستې پرمهال څرګنده کړه چې هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې تېرو څلورویشتونو ساعتونو کې د ثبت شویو پېښو له ډلې یو یې په کابل کې د یوه سفارتخونې کارکوونکی دی. تر اوسه په کابل کې د کووید ۱۹ اووه پېښې ثبت شوې دي چې څلور یې د غوڅ ملاتړ سرتېري، دوه یې بهرني ډپلوماټان او یو یې هم افغان وګړی دی.

ښاغلي مایار همداراز څرګنده کړه چې نن په هرات ولایت کې یوې ۴۵ کلنه ښځه چې په کرونا ویروس ککړه وه، هم مړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې بلخ ولایت کې هم یوه کس د کووید ۱۹ ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی وو.

هېواد کې د کووید ۱۹ ناروغانو ډېره برخه هرات ولایت کې ده.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که د کرونا ویروس پراختیا مخنیوی لپاره روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي، نو دا ناروغي به ډېره پراخه شي.

افغانستان کې د د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر:

  • هرات – ۵۳
  • کابل – ۷
  • سمنګان – ۴
  • لوګر – ۳
  • کاپیسا – ۱
  • فراه – ۲
  • بلخ - ۲
  • زابل – ۲
  • دایکندي – ۱
  • بادغیس – ۱
  • کندهار – ۱
  • غزني – ۱
  • نیمروز - ۱

ټول شمېر: ۷۹

درملنه شوي کسان: ۲

مړینه: ۲

شریک یي کړئ