Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیا تازه سرپرست وزیر د صلاحاتو ژمنه وکړه

احمدجواد عثماني د هېواد د عامې روغتیا وزارت لپاره د سرپرست په توګه د معرفي کېدو پرمهال افغانستان کې د روغتیا سکتور کې د اصلاحاتو د راوشتو ژمنه وکړه.

هغه نن(پنجشنبې د غبرګولي په ۱۵مه نېټه) خبري ناسته کې وویل چې هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي سره باید مبارزه وشي او د نښو کتو لپاره یې د لابراتوارونو د ظرفیت پر لوړولو ټنیګار وکړ.

ښاغلي عثماني زیاته کړه چې افغانستان د کرونا ویروس له پلوه سختو ورځو کې دی او زیاتوي چې له ستونزو سره د مبارزې لپاره باید اصلاحاتو او د لابراتوارونو ظرفیت لوړولو باندې کار وشي.

دغې خبري ناستې کې د عامې روغتیا پخوانی وزیر، فیروز الدین فیروز هم هېواد کې د کرونا ویروس موضوع جدي بولي او زیاتوي چې ټول بنسټونه باید له هغې سره د مبارزې لپاره هڅې وکړي.

روانې اوونۍ په سرک کې د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز وروسته له پنځو کالو دندې ګوښه او پر ځای یې جواد عثماني د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د عامې روغتیا تازه سرپرست وزیر وايي چې هېواد کې د کروان ویروس د ازموینې لپاره باید د لابراتوارونو ظرفیت لوړ شي

شریک یي کړئ