Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د معاش نه ورکړې له امله د هرات کووېډ۱۹ روغتون کارکوونکو کاربندیز

هرات کې د کووېډ نولس ناروغانو د درملنې روغتون ځينو روغتیايي کارکوونکو د هغه څه له امله چې په درې وروستیو میاشتو کې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي.

دغه کار کوونکي چې ډاکټران، روغتیاپالان او د خدماتي کارکوونکي دي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي او که چېرې معاشونه یې ورنه کړل شي خپل کاربندیز ته به دوام ورکړي.
 
یو له دغو اعتصاب کوونکو جلال عظیمي په دې اړه وویل:«موږ ته معاش نه راکوي؛ له کار څخه زموږ زړه تور شوی او دا د مسوولانو د بې کفایتۍ له امله دی.»

په دغه روغتون کې ډاکټر تواب هم وايي:«ځينې راغلي راته یې وویل چې ډاکټر صاحب سل افغانۍ نه لرې چې رایې کړئ؟ موږ ژر ترژره خپل معاش غواړو.»

ورته مهال هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې په دغه مرکز کې بستري دي وايي چې ناروغان یې جدي مراقبتونو ته اړتیا لري او د ډاکټرانو کاربندیز به د هغوی د ناروغانو لپاره خطرناکه وي.

پر کووېډ نولس ناروغۍ د یوه اخته کس ورور عبدالسمیع په دې اړه وویل:«که چېرې دوی کاربندیز وکړي او روغتون ته داخل نه شي... خدای مه کړه ډېر ناروغان به له منځه ولاړ شي.»

پر کووېډ نولس ناروغۍ د بل اخته کس له خپلوانو عثمان هم وايي:«خدای مه کړه که چېرې لس دقیقې پاملرنه ونه کړي زموږ ناروغ له منځه ځي. د دې سربېره چې مرګ هغوی ګواښي، دوی شپه او ورځ له دغې ناروغۍ سره لاس او کرېوان دي.»

د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي د تدارکاتو په بهیر کې پڅ والی د دغو کارکوونکو د معاش په ورکړې کې د ځنډ اصلي لامل ګڼي.
 
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی په دې اړه څرګندوي:«زموږ د کارکوونکو ۴۰ مېلیونه د معاشونو ورکړه پیلېږي. د اداري پروسیجرونو له امله لږ ځنډ رامنځته شوی او هیله ده ډېر ژر دغه ستونزه حل شي او کارکوونکي مو زغم ته راوبلل.»

دم ګړۍ د هرات په کووېډ «یو» او «کووېډ دوه» روغتونونو کې څه باندې ۴۰۰ ډاکټران او خدماتي کارکوونکي په کار بوخت دي هغه څه چې په خپله دوی وايي د کار له پيله تراوسه معاش یې نه دی ترلاسه کړی.

شریک یي کړئ