Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات له کووېډ نولس مرکز سره د یوه هندي سوداګر مرسته

یوه هندي سوداګر ۲۴ زره (N۹۵) ماسکونه او کابو زر محافظتي جامې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د هرات عامې روغتیا ریاست سره مرسته کړې ده.

د هرات د عامې روغتیا رییس وايي چې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره د اړینو روغتیايي توکو نشتون د دغې ادارې یو له دي جدي ننګونو څخه دي.

له دغو مرستو څخه موخه په هرات کې له کورونا ویروس سره مبارزه او د دغه ویروس په وړاندې د ډاکټرانو د ژوند خوندیتوب ګڼل کېږي.

په هرات کې د ښوونځي جوړولو د ټولنیزې ټولنې مسوول سعد خطیبي چې د دغه هندي سوداګر پر استازیتوب یې خبرې کولې وویل:«دا مرستې د چین او ایران له لارې هېواد ته رسېدلي دي چې د ایراني ماهان شرکت د الوت له لارې لېږدول شوي دي.»

هغه وویل چې په دغې مرسته کې دوه زره قطعې طبي لوازم شامل دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د دغو روغتیایي امکاناتو راسېدل له کورونا سره په مبارزه کې مهمه وګڼله.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا په دې اړه وویل:«موږ د دغو مرستو غوښتنه کړې وه. دا مرستې چې شوې دي په بازارونو کې ډېر کم دي. ( N۹۵) ماسکونه او محافظتي جامې په بازار کې نه پیدا کېږي او موږ کمبود لرو. دا امکانات په روغتون کې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره جدي اړتیا ده.»

د هرات والي سید وحید قتالي، وايي چې حکومت هرات کې له کورونا سره د مبارزې د هڅو په برخو کې زیاته بودیجه په پام کې نیولې ده.

ښاغلي قتالي په دې اړه څرګنده کړه«ټول د اړتیا وړ امکانات چې دوه میاشتې مخکې په پام کې نیول شوي وو د هغه تدارکاتي مراحل یا بشپړ شوي او یا هم د وروستي کېدو په حال کې دي.»

هغه زیاته کړه:«د اوسنیو اړتیاوو یوه برخه خصوصي سکټور همکاري کړې ده. له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د حکومت لګښت ډېر دی. ۱۹۵ مېلیونه افغانۍ چې په لومړي پړاو کې تدارکات شوي دي، د اړتیاوو یوه مهمه برخه یې حل کړې ده.»

د دغه سوداګر خپلوان وايي چې هغه یوه میاشت مخکې هم هرات کې د کورونا ویروس له امله زیانمنو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. 

شریک یي کړئ