Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په روغتونونو کې د اکسیجن کموالي ستونزه لا هم حل شوې نه ده

په پلازمېنه کې د کووېډ نولس ناروغۍ په روغتونونو کې د اکسیجن د کموالي په اړه د نیوکو سربېره، لاهم ځينې روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.

د کابل په لوېدیځ کې د علي جناح روغتون کې ځينې ناروغ لرونکي وايی چې د ورځې په کمه اندازه اکسیجن غه روغتون ته رسېږي چې د ناروغانو اړتیا پرې نه پوره کېږي.
 
یوه له دغو ناروغ لرونکو عزیزه ده. هغه وايي د خپلې مور د پالنې لپاره چې په علي جناح روغتون کې بستر ده؛ له دایکندي  کابل ته راغلې ده:«اکسیجن کم رسېږي. څومره چې ناروغان دلته مري، د اکسیجن د کموالي له امله دي. موږ د اکسیجن د ترلاسه کولو لپاره جنګ کوو. له جنګ کولو سره مو د زړه وینې وخوړلې. هر ځل چې ځم اکسیجن واخلم راباندې شوک راځي؛ ناروغه کېږم. د خپلې مور پالنې ته راغلې یم خو زما وضعیت ډېر خراب دی.»

نذیر چې پلار یې په علي جناح روغتون کې بستر دی هغه هم په دغه روغتون کې د اکسیجن له کموالي شکایت لري:«خلک مري. اکسیجن نه رسېږي. که چېرې ورسېږي هغه هم کم وي. یوه ورځ نږدې وه چې مور مې د اکسیجن د کموالي له امله مړه شي.»

د دغو ټولو نیوکو سربېره د دغه روغتون مسوولان څه نه وايي.

د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن له درېیو تولید کوونکو شرکتونو سره تړول لاسلیک کړی دی. دا شرکتونه باید په ورځ کې څل۴۵۰ ډبې غاز دغه روغتون ته راوړي؛ خو د علي جناح د روغتون ځينې کارکوونکي او ډاکټران وایي چې دغه روغتون ته د ورځې شاوخوا ۱۵۰ ډبې اکسیجن لېږدول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي:«هغه ستونزه چې په دې برخه کې شتون لري، روغتونونو ته د اکسیجن په لېږد کې ځنډ دی. د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن له تولیدونکو شرکتونو څخه هیله کوي چې اکسیجن په خپل وخت روغتونونو ته ورسوي.» 

د کوویډ نولس ډېری ناروغۍ اکسیجن ته اړتیا لري، خو اوس مهال افغان جاپان او علي جناح روغتونونه او ډېری خصوصي روغتونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله څه باندې اووه سوه تنه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ