Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا؛ کابل کې د درې اوونیو لپاره پر تګ راتګ محدودیت وضع شو

حکومت د کووېډ نولس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره کابل ښار کې چې پنځه مېلیونه اوسېدوني لري، پر تګ راتګ محدودیت ولګوه.

ټاکل شوې ده چې د دغه بهیر اجرايي کېدل سبا (شنبې، د وري په ۹مه) پیل شي او د درې اوونیو لپاره دوام ولري.

«له کرونا سره د مبارزې کمېټې» د پرېکړې پر بنسټ پلازمېن مشیتي نه شي کولای په دغې موده کې د روغتیايي خدمتونو، بانکوالۍ خدمتونو، د خوراکي توکو چمتووالي او امنیتي خدونو څخه پرته له کورنو بهر شي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي کابل تل د عامې ورغتیا له وزیر او د کورنیو چارو له سرپرست سره نن (جمعه د کب په ۸مه) په دې اړه په خبري ناسته کې حضور پیدا کړی او وویل چې له شنبې تر درې اوونیو ټولې غونډې لکه فاتحې، د واده مراسم، تفریح ځایونه، تعلیمي او تحصیلي بنسټونه، رسټورانټونه، حمامونه، سپورټي لوبغالي به کابل کې تړلي وي. همدا ټول هغه مسافر وړونکي موټر چې له څلورو ډېر سپرلۍ ولري د فعالیت اجازه نه لري او همدارنګه بسونه اجازه نه لري چې له کابله او نورو ولایتونو کابل ته مسافر ولېږدوي.

په دغې موده کې، په کابل ښار کې د عامې روغتیا وزارت او امنیتي بنسټونو څخه پرته به ټولې دولتي ادارې تړلې وي.

خو د خوراکي توکې، پلورنځي، روغتونونه او روغتیايي مرکزونه به پرانیستي وي.

کابل په افغانستان کې دویم ښار دی چې په هغه کې محدودیت وضع شوی دی. له دې مخکې هرات ولایت کې هم محدودیت وضع شوی دی.
تراوسه په هېواد کې د کرونا ویروس ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د هغه ډېری پېښې په هرات کې دي. او همدارنګه د دغه ویروس له امله په افغانستان کې څلور تنه مړه شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه