Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا ویروس ګواښ؛ ډېریو خلکو اختر په کور کې ولمانځه

د کورونا ویروس د لازیاتي خپرېدو د مخنیوي لپاره لوی شمېر هېوادوالو د اختر په ورځو کې له چکرونو او د یو بل کورونو ته له تلو ډډه کړې ده.

یو شمېر کورنۍ وايي، په دې کار سره یې هڅه کړې چې د کورونا د خورېدو مخه تر خپله وسه ونیسي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې د کورونا د ۵۹۱ تازه مثبتو پېښو له ثبتېدو سره، په کووېډ ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۱ زره ۱۷۰ تنوته لوړ شوی دی.

کورونا ویروس پر شاوخوا ۶ مېلیوني ښار وېره خپره کړې او له امله یې ډېری هېوادوال اختر په خپلو کورونو کې تېروي.

له یوې خوا خلک او له بلې خوا پولیس هڅې کوي چې د کورونا ویروس د لېږد ځنځير وشلوي.

د کابل اوسېدونکی معشوق وايي:«کورونا خطرناکه دی او خلک ښه کار وکړ چې د اختر لپاره بهر نه شول او کولای شي د کورونا ویروس له خپرېدو مخنیوی وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی اجمل هم وویل:«له ماسک او ماغوګانو استفاده کوو او له احوال پوښتنې پرته دوام ورکوو.»
 
د سید نعیم ۶ کسیزه کورنۍ ښايي یو له هغو لسګونه کورنیو یوه وي چې سږنۍ اختر یې نه دی لمانځلی او له خپل خپلوانو سره یې اختر مبارکي د ټېلفون له لارې کړې ده.

دوی وايي، د کورونا ویروس له وېرې له کوره نه وځي او اختر یې هم د نورو ورځو په څېر تېروي.

سعید نعیم زیاته کړه:«نه غواړو چې دغه ویروس خپور شي او له خپلو کورنیو مو پیل کړ چې بهر ته ونه وځو چې خدای مه کړه په ستونزو کې ښکېل نه شو.»

د سعید نعیم مېرمن حلیمه وايي:«د خپلوانو پوښتنه مو د ټلېفون له لارې وکړه او له هغوی مو بښنه وغوښته چې ځان او هغوی وژغورو.»

له دې سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۵۹۱ مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې د کووېډ۱۹ د ناروغاون شمېر ۱۱۱۷۳ ته ورسېد او همداراز د بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۱۰۹۷ او د مړه شویو کسانو مشیر بیا ۲۱۹ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وازارت ویاند وحید مایار په دې اړه وویل:«ډېریو خلکو د اختر په ورځو کې زموږ سپارښتنې اورېدلي او له غیرو اړینو تګ راتګ څخه ډډه کړې ده.»

عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې، د دغه ویروس پر وړاندې هر ډول بې غوري به هېواد له سختو ورځو او شپو سره مخ کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه