Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا په وړاندې بې پروايي؛ هرات کې د کووېډ ۱۹ ناروغان زیات شوي

 د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي چې په وروستیو ورځو کې د خلکو د بې پروایۍ له امله په دغه ولایت کې د کوویډ نولس ناروغانو او پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر یو ځل بیا زیات شوی دی.
 
د دغه ریاست د شمېرو پربنسټ، د ورځې په کووېد نولس څه باندې ۷۰۰ شکمن ناروغان په دغه ولایت کې روغتونونو ته مراجعه کوي او په دوی کې د پنځوس سلنې د معاینې پایله مثبته وي.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر له رانږدې کېدو سره په هرات ښار کې د خلکو حضور زیات شوی دی او ډېر کم خلک روغتیايي سپارښتنې رعایت کوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وايي:«د هغو شمېرو پر بنسټ چې له لابراتوار څخه رپوټ کړل شوي، له ۵۰ سلنې زیات کسان چې معاینه شوي د معاینې پایله یې مثبته ده.»

هرات کې ډاکټر فرهاد صارم هم وايي:«دا مسله موږ باید جدي وګڼو؛ ځکه چې اختر هم په رارسېدو دی او که چېرې واټن مراعت نه کړو او روغتیايي تدابیر رعایت نه کړو، فکر کوم یو انساني ناورین به رامنځته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کورونا ویروس د دویمې څپې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د هرات ځايي چارواکو له دې مخکې ویلي یوو چې د ورځې کابو ۱۵۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه بېرته هېواد ته راستنېږي او دې چارې د کورونا ویروس د دویمې څپې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د هرات ښار لږ شمېر اوسېدونکي روغتیایي لارښوونې په پام کې نیسي؛ خو ډېری یې د روغتیایي سپارښتنو له په پام کې نیولو پرته له کوره بهر وځي .
 
د هرات اوسېدونکی آرین نجیبي څرګندوي:«په ښار کې چې زه وینم خلک ماسک نه اغوندي.»
   
د هرات اوسېدونکی فرهاد هم وویل:«له سلو تنو یو کس یې ماسک نه اغوندي. له خلکو زموږ غوښتنه دا ده چې دننه په ښار کې ماسک واغوندي.»

په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره او ۹۸۸ تنو ته رسېدلی دی چې له دې ډلې ۱۲۲۵ تنه مړه شوي او ۲۴زره او ۵۷۳ تنه روغ شوي دي.

تراوسه په هرات کې ۵۴۲۳ تنه په کورونا ویروس اخته شوي جې له دې ډلې ۱۶۲ تنه مړه او ۳۷۵۱ تنه یې بېرته روغ شوي دي.

شریک یي کړئ