Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر هېواد کې کوورنا له امله مړینه له خپرو شویو شمېرو ډېره ګڼي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی بنسټ یا سیګر وايي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو واقعي شمېر له خپرو شویو شمېرو څخه ښايي لوړ وي.

.د سیګر په نوي رپوټ کې په تېره میاشت کې کابل کې د کورونا ویروس له امله د ورځې د ۳۳ تنو له مړینې خبر ورکړل شوی دی

 د روان کال د چنګاښ میاشتې تر پنځه ویشتمې د کورونا ویروس له امله په افغانستان کې د مړه شویو کسانو شمېر ۱۰۹۴ اعلان شوی؛ خو دغه شمېر به له واقعي شمېر سره ښايي توپير ولري او لاملونه یې هم، د معاینې کولو ټيټه وړتیا او روغتیايي خدماتو ته د ټولو افغانانو نه لاسرسی بلل کېږي.

په دې رپوټ کې د کابل امبولانس د مسوولینو له خولې راغلي چې، په منځنۍ کچه په ورځ کې تر ۳۳ کسانو پورې د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د اطلاعاتو له مخې، کورونا ویروس په افغانستان کې پرته له دې چې تشخیص شي؛ د خلکو په منځ کې خپور شوی دی.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په وینا د تېرې زیږدیزې میاشتې په لومړیو کې حکومت کولی شول چې، له لسو تر شلو زرو کسانو له منځه په ورځ کې یوازې ۲ زره کسان معاینه کړي؛ همدې شمېر ته په کتو په دې رپوټ کې راغلي چې، د کورونا ویروس د مثبتو پېښو تر ۹۰ سلنې پورې کسان ښايي هېڅ تشخیص شوي نه وي؛ خو بیا هم د ټولو معاینه شویو کسانو د ۴۳ سلنه یې پایلې مثبتې وې چې دا په نړۍ کې د مثبتو پېښو یو له لوړو شمېرو دی.

له بل لوري د سیګر په رپوټ کې راغلي چې، د پیسو نړیوال صندوق وايي، افغانستان ښايي له اقتصادي ځوړ سره مخ شوی وي او په روان کال کې به د دغه هېواد نا خالصه عواید ۳ سلنه راکم شي.

سیګر د حکومت له لوري د ورکړ شویو معلوماتو له مخې وايي، د افغانستان کورني عواید د کورونا ویروس له امله تر ۲۳ اعشاریه ۴ سلنې پورې راښکته شوې دي.

د دغه رپوټ له مخې، د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې هم په دې هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو له امله د رامنځته شویو نانندریو له امله کورني عواید راکم شوي وو.

د سیګر په نوي رپوټ کې په تېره میاشت کې کابل کې د کورونا ویروس له امله د ورځې د ۳۳ تنو له مړینې خبر ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ