د هېواد ځينو علماوو، د کرونا ویروس په هکله خلکو ته د پوهاوي او له دغه ویروس سره د مقابلې لپاره د روغتیايي سپارښتنو په منظور نن (یکشنبې، د وري ۳مه) کابل کې یوه غونډه جوړه کړه.
دغه عالمان، د کووېډ نولس ناروغۍ خپرېدو ته په نغوتې سره له خلکو غواړي چې د خپلو ځانونو د ساتنې لپاره روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.
د حج او اوقافو سرپرست عبدالحکیم منیب په دې اړه وویل:«ټول د دغه ملت لپاره، تفاهم وکړي، یو ل ته دې لاسونه سره ورکړي او له دغه افت څخه په لمنځونو، عبادت ځایونو کې، د خلکو او ځان راتلوونکی خوندي کړئ.»
د افغانستان د علماوو سراسري شورا غړی عبدالسلام عابد وايي:«لمونځ کوونکي باید خپل سنت لمنځونه په کورونو کې ادا کړي او په جوماتونو کې دې فرض او جمعې لمنځونه ادا کړي. امامان باید د جمعې لمنځونو خطبې محدودې ادا کړي.»
تراوسه په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د دغه ویروس له امله یو تن مړ شوی دی.