Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"غور کې څه باندې سل زره تنه له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي"

هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم مهاله، د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې څه باندې سل زره تنه له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي. 

د دغو چارواکو په وینا په وروستیو اوونیو کې په سلګونه تنه له ایران څخه دغه ولایت ته راغلي دي؛ خو د لابراتوار د نشتون له امله تراوسه د دغو راستانه شویو کسانو معاینه نه ده شوې.

د عور د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي وايي چې د دغه ولایت په ټولو روغتونونو کې د کرونا ویروس د مشکوکو کسانو د ساتنې لپاره او همداراز د یاد ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي امکانات نشته.

نوموړی زیاتوي:«زموږ بله اندېښنه دا ده چې زموږ ډېری هېوادوال چې په ایران کې وو، په مستقیمه توګه له هرات، فراه او نیمروز ولایتونو دغه ولایت ته راغلي دي او دې کار اندېښنې زیاتې کړې دي.»

د غور ولایتي شورا هم په دغه ولایت کې د روغتیايي امکاناتو د کمښت له امله اندېښمنه ده او له عامې روغتیا وزارته غواړي چې، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ډېر امکانات او متخصصین غور ولایت ته واستوي.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي په دې اړه وايي:«په دغه ولایت کې نه متخصص ډاکټر شته او نه هم وقایوي توکي او دا د زموږ د ډېرې اندېښنې لامل دی.»

له دې سره سم، د غور ولایت ځينې مدني فعالین بیا خبرداری ورکوي که چېرې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس له خپرېدو مخنیوی ونه شي او له ایرانه راستنېدونکي په سمه توګه معاینه نه شي؛ نو په دغه ولایت کې به یو انساني ناورین رامنځته شي.

غور کې د مدني ټولنې فعال حسن حکیمي څرګنده کړه:«هغه کسان چې په ایران کې وو، له کومې معاینې پرته راستانه شوي او له خبرتیا پرته خپلو سیمو ته تللي دي. له ځینو سیمو رپوټونه رارسېږي چې ځينې کسان ناروغان دي. په غور کې د معاینې لپاره هېڅ امکانات نشته او دا زموږ د اندېښنې لامل دی، خدای مه کړه یو ناورین رامنځته نه شي.»

تر اوسه په غور ولایت کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ یوه پېښه ثبت شوې ده.
 
لکه څرنګه چې د غور د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې تر اوسه د کرونا ویروس د څلورو مشکوکو کسانو معاینې د الوتنو او د لارو د بندېدو له امله د کابل او هرات لابراتوارونو ته نه دي استول شوي.

شریک یي کړئ