Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورونا سره د مبارزې په چارو کې د فساد په اړه د مدني ټولنې اندېښنه

د حکومتوالۍ او د مدني تولنې د کاري ډلې له فساد سره د مبارزې کمېټه، د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې له کورونا ویروس سره په مبارزه کې د فساد زیاتوالی ګڼي، اندېښمنه ده.

د دغې کمېټې غړي وايي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې په چاره کې د مدني ټولنې بنسټونه څنډې ته کړل شوي دي.

دوی ټینګار کوي چې په هېواد کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په چاره کې د مدني ټولنې ونډه باید سطحي څارنې ته محدود نه شي.
 
د حکومتوالۍ او له فساد سره د مبارزې کمېټې غړی عبدالله احمدي وايي:«د افغانستان وګړي او مدني ټولنې حق لري چې له تدارکاتي او بېلابېلو عملیاتي بهیرونو او پروګرامونو چې له کورونا سره د مبارزې لپاره کېږي د مالي فساد د کموالي لپاره څارنه وکړي.»

د دغې کمېټې غړو نن په کابل کې یوې غونډه کې چې آنلاین جوړه شوې وه؛ په افغانستان کې له کورونا ویروس سره  پر مبارزې د نړیوالې ټولنې پر هر اړخیزې څارنې ټينګار وشو.

د حکومتولۍ او له فساد سره د مبارزې کمېټې غړې لیما ناصري وايي:«په ټول کې مدني بنسټونه د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو او د ممکنه فساد له شتونه اندښمن دي.»

له کورونا ویروس سره په مبارزه کې د مدني ټولنې د بنسټونو د رول څرنګوالی هم د دې غونډې له اصلي بحثونو دي.
 
د حکومتوالۍ او له فساد سره د مبارزې کمېټې غړی ناصر تیموري څرګندوي:«افغان حکومت په لویه کچه لکه د بودیجې تعدیل او کابل کې له فساد سره د مبارزې په پلانونو کې له مدني بنسټونو سره مشوره نه ده کړې او په دې برخه کې یې د مدني ټولنې لیدلوري نه دي اخیستي.»

د مدني ټولنې د بنسټونو ګډه کاري ډله چې ۱۳۰۰ غړي لري؛ له لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري، د حکومتوالۍ او له اداري فساد سره د مبارزې کمېټه د دې ډلې له بنسټيزو برخو ده.

تر اوسه پورې افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه مرسته شوې ده

شریک یي کړئ