Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مایار: د کرونا په تړاو خلکو ته له بېلابېلو لارو پوهاوی ورکول کېږي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې هڅه کوي له بېلابېلو لارو، د کووېډ نولس په هکله د هېوادوالو د پوهاوي کچه او همدارنګه له دغه ویروس سره د مبارزې لارې چارې زیاتې کړي.

د دغه وزارت پر وینا، د رسنیو، خواله رسنیو، جوماتونو سربېره روغتیايي کارکوونکو، او روغتیا پالان په لیرې پرتو سیمو کې په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار څرګنده کړه:«د دې سربېره چې د دین له عالمانو مو کاری اخیستی، د پولیو شبکې رضاکاران چې دېرش زره یې د ټولنې په منځ کې دي، په کلیو او بانډو او په هرو لیرو پرتو سیمو کې دي موږ د ټولنې د روغتیايي برخې کارکوونکي هم لرو.»

ورته مهال، په پروان ولایت کې ځینې رضاکاره مېرمنې، د یوه مرستندوی بنسټ په مرسته؛ کور په کور ګرځي او بې وزله کورنیو ته د مرستو رسولو سربېره خلکو ته د کووېډ نولس ناروغۍ او هغې سره د مقابلې په تړاو  پوهاوی هم ورکوي.

 په پروان ولایت کې رضاه کاره شګوفه صدیقي وايي:«موږ راغلې یوو چې ځينو ته دا ورسوو چې دا یوه ډېره خطرناکه ناورغي ده. او باید جدي وګڼل شي.»

په پروان ولایت کې د یوه خیریه بنسټ مسووله مریم معروف هم څرګندوي:«موږ د خپلو خلکو سروې کوو چې اقتصادي وضعیت یې چندان ښه نه دی. انشاالله د بل ځل لپاره له دوی سره د خوراکي توکو او ځینو نورو توکو مرسته به ورسره وشي.»

د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي د دغه حرکت په هرکلي سره په اوسني وضعیت کې په هېواد کې له اړمنو کورنیو سره پر مرستې ټينګار کوي.

په پروان ولایت کې یو قومي مشر عبدالقدیر وویل:«ولاړ شې درمنله وکړئ! د بې وزله خلکو غم وخورئ، ماشوم یې په کور کې مري خو په کور کې اوړه نه لري، زه استازی یم همدا شېبه په لسګونه ښځې په ژړا راغلي دي چې د خدای په پار څنګه کېږي؟»

د یکشنبې په ورځ د فاریاب ولایت چارواکو هم په دغه ولایت کې د کووېډ نولس ناروغۍ له ځانګړی برخې د کتنې پرمهال په فاریاب کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې پر ډېرې پاملرنې ټينګار وکړ.
 
د فاریاب والي نقیب‌الله فایق وايي:«هغه کڼه ګوڼه چې په فاریاب کې ده، او دا کابو شل زره کډوال چې په کورنو کې دي، زه فکر کوم چې ډېرې خرابې ورځې په مخکې لرو. موږ ټول باید سره یوځای مبارزه وکړو.»

د فاریاب د عامې روغتیا رییس نعیم مصمم هم زیاتوي:«دلته (فاریاب) کې دوسوه ستره چمتو لرو، چې تراوسه له کابل څخه یې تجهیزات نه دي راغلي، یوازې چپرکټونه او روجایانې یې چمتو شوي دي.»

اوسمهال د افغانستان د خلکو یوه برخه تر ډېره له رسنیو؛ ټولنیزو شبکو او جوماتونو د کووېډ نولس ناروغۍ او له کرونا ویرووس سره د مبارزې د لارو په تړاو معلومات تر لاسه کوي.

 له دې سره همهاله د هېوادوالو  یوه بله برخه په دې تړاو معلومات بسندویه نه بولي او له همدې امله په دې برخه کې د هېوادوالو د زیانمنېدو په هکله اندېښنې راپارېدلې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې هېوادولو ته د کووېډ نولس ناروغۍ په تړاو د پوهاوي د ورکړې د زیاتوالي لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.

شریک یي کړئ