Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د روغتیايي کارکوونکو او ډاکټرانو سخت ماموریت

هرات ولایت کې روغتیايي کارکووني سهار سپین کالي اغوندي او خپل ورځني ماموریت ته ځان چمتو کوي. د نن ورځي کار یې له یوې کورنۍ پیلږي چې ټول د کرونا په ویروس اخته دي اوباید روغتون ته ولېږدول شي.

د دغې کورنۍ پلار د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړ شوی او اوس روغتیايي کارکوونکي یې له کورنۍ نښې اخلي.

د هرات امبولانس مشر، ابراهیم محمدي چې د دغه ماموریت مشري هم کوي وايي:«موږ هغه ځای ته راغلي یو چې تېره ورځ مو یو ناروغ ترې انتقال کړی وو او د هرات حوزوي روغتون کې تېره ورځ مړ شو او اوس راغلي یوو هغه کسان چې له ناروغ سره په اړیکه کې وو، روغتون ته ولېږدوو.»

د هرات امبولانس کارکوونکي له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او د ناروغانو لیږد یې ورځنی کار دی او دوی لومړي کسان دي چې د کووید نوولس ناروغانو سره په اړیکه کې وي.

ښاغلی محمدي زیاتوي:«د کووید نوولس ناروغانو په تړاو شایعاتو خپرېدل د وېرې لامل کیږي او دوی خپله هم وېره کې اچول کېږي او دا زموږ پر وړاندې خنډ دی او کله چې سیمې ته ځو او ناروغان له موږ سره همکاري نه کوي.»

هرات کې د کرونا ویروس مشکوک کسان لومړۍ کووید ۲ رغتون ته لیږدول کیږي او تر ازموینې وروسته بیا د درملنې په موخه کوید ۱ چې شیدايي روغتون هم ورته وايي، لېږدول کیږي.

د کووید ۲ روغتون مسوول، محمد شمول صادقي په دې تړاو وايي:«موږ ته چې راځي معمولآ مشکوک کسان دي  او بیا له دې ځایه کووید یو روغتون ته لېږدول کیږي.»

د کووید ۲ روغتون ډاکتره، معصومه حیدري بیانوي:«هغه کسان چې زموږ مرکز ته راځي ۴۰ سلنه یې مثبت دي.»

هرات ولایت له کابله وروسته د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري چې نن(دوشنبې د غبرګولي په ۵مه نېټه) په کې د ۶۲ تازه ثبتو پېښو خبر ورکړل شو او تر اوسه دغه ولایت کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۷۷۳ دی.

د هرات امبولانس کارکوونکي له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او د ناروغانو لیږد یې ورځنی کار دی

شریک یي کړئ