Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د کووېډ۱۹نوی جوړ شوی روغتون لاهم تجهیزات نه لري

په هرات ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې لپاره د اتلسو ورځو په اوږدو کې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ شو، خو دغه روغتون تر اوسه تجهیزات نه لري.

هرات کې د کووېډ ۱۹ روغتون د جوړولو پروژې مسوول، ویس حیدري وايي:«هغه ژمنه چې مو خلکو ته کړې وه، چې ۲۱ ورځو کې به یې جوړوو، موږ دا کار په اتلسو ورځو کې بشپړ کړ، او پر خپلې ژمنو مو وفا وکړه، او زموږ کار پایته ورسید.»

د هرات ولایت روغتیايي چارواکي همداراز په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتوالي سره ګټنې اخیستنې ته د روغتون سپارل مهم بولي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، عبدالحکیم تمنا څرګندوي:«د عامې روغتیا په ملکیت کې د سل بستریز روغتون جوړېدل زموږ لپاره ښه خبر دی. ښه لاسته راوړنه ده، ژر به یې سبا د تجهیز کار پیل شي. سل ناروغانو ته به دلته ښه خدمتونه وړاندې شي.»

په همدې حال کې د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دوی لنډ وخت کې روغتون ته د توکو لیږد په هڅه کې دي.

د هرات والي، سید وحیدقتالي څرګندوي:«روغتون چې له ژمنه شوې مودې څلور ورځې مخکې جوړ شو، یوازې یې ودانۍ پرانیستل شوه، او موږ په دې هڅه کې یوو چې ژر یې تجهیز کړو، څو ګټې اختیستو ته وسپارل شي.»

اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۶۷ ته رسېدلي چې له ډلې یې ۱۸ روغ شوي دي.

شریک یي کړئ