Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د کووېډ۱۹ ناروغانو روغتیايي حالت ۹۰ سلنه مخ په ښه کېدو دی

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو روغتیايي حالت ۹۰ سلنه د ښه کېدو په حال کې دی.

د هغوی په وینا، په وروستیو اوونیو کې د یوه اویا کلن سړي په ګډون ۱۳ تنه په کووېډ نولس اخته کسان تر درملنې وروسته روغ شوي او خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.

هرات د کووېډ نولس د ۲۷۳ ناروغانو په لرلو سره، په افغانستان کې پر کورونا ویروس د ډېرو اخته کسانو شمېر لري. تراوسه په دغه ولایت کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله څلور تنه مړه شوي دي. 

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وايي:«د ټولو ناروغانو وضعیت کابو نوي سلنه د قناعت وړ دی. هم په کور او هم د هرات په حوزوي روغتون کې ورته چمتووالی نیول شوی... له دغه وضعیت سره چې دي، انشاالله ډېر ژر به شفاپیدا کړي.»

د هرات د کووېډ ۱۹ ناروغۍ په روغتون کې ځينې ډاکټران وایي چې د ناروغانو په ډله کې تر لسو لږ هغه کسان چې نورې ناروغۍ یې هم لرلې دي؛ د مصنوعي ساه ورکړې دستګاه ته اړتیا لري.

د هرات د حوزوي روغتون د انتاني برخې مسوول محمد ابراهیم بسیم څرګنده کړه:«یو ډېر ښمېر جوړ شوي. خو موږ د تکراري معاینې لپاره امکانات نه لرو او که نه شونې ده چې څه باندې ۵۰ سلنه دغه ناروغان جوړ شوي دي.»

په هرات کې د رواني ناروغیو ځینې ډاکټران وایي چې خلک باید روغتیایي تدابیر په پام کې ونیسي. 

تراوسه په ټول هېواد کې ۶۰۷ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي. له هرات وروسته کابل دویم ولایت دی چې په کورونا ویروس د ډېرو اخته کسانو لوړ شمېر لري.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو په وینا په دغه ولایت کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د څه باندې نوي سلنه ناروغانو روغتیايي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی .

شریک یي کړئ