Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د عامې روغتیا پر کارونو نیوکې

د هلمند مدني فعالان د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې په برخه کې ددغه ولایت د عامي روغتیا ریاست په کارونو نیوکې کوي او وايي چې له مرکزه ورته رسېدلې ۵۰ میلیونه بودجه یې په سمه توګه نه ده لګولي.

دوی زیاتوي چې یاد ریاست په هلمند کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلي دي.

هلمند کې مدني فعال، امان الله حسرت په دې اړه وايي:« دوی وايي د بیړني حالت لپاره بودجه استفاده کوو، تر دې نو نور بیړنی حالت څنګه وي، اوس هم موږ دلته ډيري مثبتي پیښي لرو، دوی باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.»

همداراز بل مدني فعال، عبدالغفور زیاتوي:« دوی باید خپلو روغتیا پالانو ته د ځان ساتنې وسایل کړي موږ پدغه ریاست کې د اصلاحاتو غوښتونکي یوو.»

اغا ولي هم هلمند کې مدني فعال دی، د هغه په خبره:«دلته باید روغتونونه ټوله چمتو شي، ځینې ناروغان د خدماتو څخه ناراضه دي، او دوی باید داسي برخورد ونه کړي چې ناروغان دي د روغتون څخه وتښتي.»

خو د هلمند د عامي روغتیا ریاست وايي د کرونا وریس سره د مبارزې لپاره يې بشپړچمتوالی نیولی دی او هغه ۵۰ میلیونه افغانۍ چې د عامې روغتیا وزارت له لورې په هلمند کې د کرونا ویروس د مبارزې لپاره ځانګړې شوې دي، په بېړنیو حالاتو کې ورڅخه استفاده کولی شي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس، عبدالاحد حازم په دې اړه وايي:«موږ په خپلو زېرمو کې تر اتیا بسترونو سامان درلود او موږ دا عاجل د اتیا بسترونو ځای منظم کړی او دوه ورځو کې به د روغتون د سل بسترونو ټولې اړتیاوې پوره شي او اوس هم د لس څخه تر ۱۱ پورې ناروغان پکې بستر دی او موږ دلته ټولې اړتیاوې پوره کړې دي او دغه روغتون کې به موږ تر ۲۰۰ پورې بسترونه فعاله کړو، موږ دلته په دې برخه کې کومه ستونزه نلرو.»

بلخوا د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي له مرکز راغلي ۵۰ میلیونه افغانی يي په واک کي دي او د ځانګړې کمیټې له لوري به په هلمند کې د کرونا ویروس لپاره د ځانګړې شوي سل بستریز روغتون ټولې اړتیا پوره کړي.

د هلمند مرستیال والي، بسم الله روحاني څرګندوي:«بودیجه رارسېدلی ده او په نېږدې ورځو کې به د سل بستریز روغتون د اړتیا د پوره کولو چارې پیل شي او د دوه ځانګړو کمېټو له لوري به هغه مواد چې د روغتون او یا د ناروغانو لپاره دي، هغه به رانیول کیږي او د روغتون ټولې اړتیا به پوره کیږي.»

هلمند کې دمګړۍ کوویډ نوولس ناروغۍ ۲۱ مثبتې پيښې ثبت شوې دي او خلک اندیښنې لري چې په دغه ولایت کې تر اعلان شوو شمېرو ډېرې پيښې شتون لري.

هلمند کې د عامې روغتیا پر کارونو نیوکې

هلمند کې دمګړۍ کوویډ نوولس ناروغۍ ۱۱ مثبتې پيښې ثبت شوې دي او خلک اندیښنې لري چې په دغه ولایت کې تر اعلان شوو شمېرو ډېرې پيښې شتون لري.

شریک یي کړئ