Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس تشخیص لپاره د لابراتوارونو ظرفیت لوړیږي

هېواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتوالي سره، د عامې روغتیا وزیر وايي چې د یاد ویروس د تشخیص لپاره د لابراتوارونو ظرفیت لوړوي، څو په ورځ کې تر زرو پورې ازموینې ترسره کړي.

فیروز الدین فیروز نن(دوشنبې د وري په ۱۱مه نېټه) زیاته کړه چې درې اوونۍ مخکې افغانستان په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ کسانو د ازموینې ظرفیت درلود، خو اوس په کابل، هرلت او ننګرهار کې د لابراتوارونو جوړولو سره دا اندازه ۳۰۰ ته رسېدلې ده.

ښاغلي فیروز دا خبرې د کرونا ویروس سره د مبارزې لوی مرکز پرانیستنې پرمهال وکړې او څرګنده یې کړه چې د دغه مرکز د کار فعالیت سره به افغانستان کولی شي په یوه ورځ کې د کووید نولس د ناروغۍ د زرو بیلګو تشخیص ظرفیت ولري.

د ښاغلي فیروز په خبره، تر هره اندازه چې د کرونا ویروس د تشخیص ظرفیت زیات شي، تر هماغه اندازه به هېواد کې د دغې ناروغۍ درملنه هم ژر وشي.

تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۴۵ دي

 هرات -۱۰۶

کابل - ۱۰ (۴بهرني وګړي)

فراه - ۵

سمنګان - ۴

نیمروز -۴

لوګر - ۳

بلخ -۳

زابل - ۲

غزني - ۱

بدخشان - ۱

کندهار - ۱

دایکندي - ۱

ننګرهار -۱

کاپیسا -۱

بادغیس - ۱

سرپل - ۱

مړه کسان - ۳

روغ‌شوي - ۵

د عامې روغتیا وزارت وايي چې هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۵ ته ورسید

شریک یي کړئ