Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰ ته لوړ شو

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي چې په هېواد کې د کرونا ویروس شپږ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

ښاغلی فیروز طلوع نیوز ته وویل چې دغه تازه پېښې په هرات، فراه او غور ولایتونو کې په ترتیب درې، دوه او یوه پېښه ثبت شوې ده.

له دغو تازه پېښو سره، په هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته لوړېږي. لس پېښې نن سهار ثبت شوې او له دې مخکې ۳۴ پېښې ثبت شوې وې.

له دې سره هم مهاله یو ۴۰ کلن سړي په بلخ کې د دغه ویروس له امله ساه ورکړې ده.

په هرات کې هم یو سړی چې په د کرونا پر ویروس مشکوک وو، مړ شوی دی.

شریک یي کړئ