هېواد کې د کرونا ویروس ۱۰۷ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۱۶ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د زمري په ۲۲مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي ښیې چې تازه پېښې د ۵۷۸ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷ زره او ۲۶۹ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۹۵۱۰ یې فعالې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ څخه ۱۸۷ تنه ناروغان روغ شوي دي.
له دغه شمېر سره هېواد کې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۲۶ زره او ۴۱۵ ته ورسید.