Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت نن(دوشنبې د وري په ۱۸مه نېټه) هېواد کې د کرونا ویروس د ۳۰ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰ تازه ثبت شویو پېښو له ډلې ۱۶ یې هرات، ۶ یې کابل، ۳نیمروز، ۲فاریاب او یوه یې هم دایکندي ولایت کې دي.

تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۷ تنه مړه شوي هم دي او ۱۸ نور روغ شوي دي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند، وحید مایار وايي کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې د کرونا ویروس له کبله د کابل په یوه شخصي روغتون کې یو ډاکټر هم مړ شوی دی.

ښاغلی مایار وايي اوس مهال له ۲۰ ډاکټرانو چې له مړه شوي ډاکټر سره یې نېږدې اړیکه درلوده، درې نښې اخیستل شوې دي او د معاینې لپاره استول شوې دي.

تر اوسه هېواد کې د کووید ۱۹ ناروغۍ له کبله ۷ تنه مړه شوي او ۱۸ نور روغ شوي دي

شریک یي کړئ